منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

“له درد او غوسې پرته مې بل څه نه دي ليدلي”

· ۱۰ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کابل (پژواک،١٩ ليندۍ ٩٦): یوه نجلۍ چې د موبايل له لارې غولول شوې وه، غوښتل يې چې له خپل غولوونکي خاوند څخه جلا شي، خو د دغه کار اجازه نه ورکول کېده او هره ورځ له وهلو- ډبولو سره هم مخ وه.

د انساني قاچاق او کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې د ګټې اخيستنې په موخه د شخص استخدام (تر واک لاندې راوستل)، لېږد، حمل و نقل، ساتنه او يا هم د ګواښ له لارې د کارولو لپاره د شخص ترلاسه کول، په همدې ډول د زور يا ځواک له بېلابېلو لارو کار اخيستل، تښتول، تېر اېستل چل او حيله د انساني قاچاق موارد ګڼل کېږي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو برخو کې د چل او دوکې موضوع زياته شوې او اکثره قربانيان يې هم نجونې او ماشومان دي.

له دې ډلې څخه يوه هم د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکې ٢١ کلنه نيلاب (مستعار نوم) ده.

نيلاب: که د امن خونه نه واى، اړه وم چې د سړک پر سر شپې ورځې تېرې کړم.

هغې وويل چې د تاوتريخوالو له امله د خپل پلار کور ته وتښتېدم، خو د يوه دوکه کوونکي کس په دام کې پرېوتم چې ښځو يې شپه ورځ د مرګ تر بريده وهلم، له همدې امله اړه شوم چې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره امن خونې ته پناه يوسم.

هغې زياته کړه، له کومې ورځې يې چې خپل ښى او چپ لاس پېژندلي، له درد او غوسې پرته يې بل څه نه دي ليدلي.

دغه ځوانه ښځه له يوه کال راهيسې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي او ماشوم يې چې اوس دوه کلن دى، په همدې ملاتړي مرکز کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نيلاب چې خپله کوچنۍ لور يې د ويده کولو په موخه په غېږ کې نيولې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که امن خونه نه واى، اړه وم چې شپې ورځې په ډېرو بدو حالاتو کې د سړک پر سر تېرې کړم.))

نوموړې د خپل ژوند کيسه داسې پيل کړه: ((درې خويندې او څلور وروڼه لرم، پلار مې ملا امام دى، له خپلو ټولو خپلوانو او دوستانو سره مو اړيکه پرې شوې وه، هره ورځ مو مور زموږ په مخکې وهل کېده، کله په څپېړه، کله په سوک او لغتو او حتى په چاقو يې هم وهله، تر دې چې تر اوسه پورې هم زما د بوډۍ مور په اوږو د چاقو نښې ښکاري.))

نيلاب زياته کړه: ((دغه وضعيت مې تر درې کاله وړاندې مودې پورې چې ١٨ کلنه وم، وزغامه، بالاخره مې يوې ملګرې د يوه نارينه شمېره راکړه، ډېرې ورځې مې د خپلې ملګرې په ملاتړ له دغه کس سره ټيلېفوني اړيکه درلوده، تر دې چې د خپل کور کيسه مې ورته وکړه چې پلار مې په کور کې له موږ سره له تاوتريخوالي کار اخلي.))

نيلاب وايي چې څه موده وروسته هغه کس راته وويل چې زما سره زما د خور کور ته کابل ته لاړه شه.

هغې زياته کړه: ((کابل ته راغلم او له دې کس سره مې ډېرې شپې او ورځې تېرې کړې، تر دې چې د ښځې او اولادونو د لرلو يې راته وويل، د دې موضوع له اورېدو وروسته مې سخت وژړل، له ځان سره مې وويل چې که بېرته کور ته لاړه شم، پلار مې ژوندۍ نه پرېږدي، تر دې چې اړه شوم له هغه سره يې کور ته ولاړه شم او نکاح ورسره وتړم.))

نيلاب سوړ اسويلى وکړ او ويې ويل: ((د دغه سړي په کور کې د هغه له دوو مېرمنو او ګڼو اولادونو سره مخ شوم، ګډ ژوند مې ورسره پيل کړ.))

خو هغې زياته کړه چې خوښي يې ډېره ونه غځېده، خاوند يې له څه مودې وروسته ورسره ناوړه چلند پيل کړ.

هغې وويل: ((شپه ورځ په کور کې د تاوتريخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخ وم، فزيکي او لفظي تاوتريخوالى، کله مې چې له کړکۍ نه بهر کتل، نو خاوند مې وهلم او ويل يې چې څوک ګورې؟ کله به مې چې پاکې جامې واغوستې، ويل به يې چې د چا لپاره يې اغوندې؟))

نيلاب څرګنده کړه چې خاوند يې موټروان و، خو عايد يې نه معلومېده، اکثره وخت به يې پيسې له نورو ښځو سره په اړيکو لګولې.

هغې زياته کړه: ((دغه حالت راته نور د زغم وړ نه و، کله مې چې غوښتل له خپل خاوند نه جلا شم، له وهلو ډبولو سره به مخ وم، له کوره يې د وتلو اجازه نه راکوله، ډېر وخت يې په خپل کور کې بندي کړې وم.))

هغې وويل چې په ډېرو سختو ستونزو وتوانېدم چې د خپل خاوند د تره کور ته چې مدافع وکيل و، ځان ورسوم، له هغه مې وغوښتل چې له خپل خاوند نه طلاق غواړم.

هغې وويل: ((کله مې چې طلاق واخيست، پر ځان نه پوهېدم چې د دوو مياشتو اميدواره یم، کله چې دا ماشوم د امن خونه کې وزېږېد، خاوند ته مې احوال ورکړ چې راشه او کوچنى ماشوم دې واخله، خو هغه وويل، باور نه کوي چې دا ماشوم دې له ده نه وي؛ ځکه چې په خبره يې د امن خونو نوم بد دى.))

هغې په ډاګه کړه چې له دې وروسته يې خاوند احوال وانه خيست، د وخت په تېرېدو سره يې په امن خونه کې خياطي زده کړه، څو وکولى شي چې پر خپلو پښو ودرېږي او خپل ژوند خپله مخکې بوځي.

نيلاب چې د خپل خاوند له چلند نه سخته ځورېدلې وه، وويل: ((هغه ښځې چې په امن خونه کې ژوند کوي، ګنهګارې نه دي، ټولې يې د تاوتريخوالي قرباني دي او له بلې خوا هغه نارينه چې له ښځو سره خيانت کوي، بايد د حکومت له لوري مجازات شي، څو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کم شي.

هغې زياته کړه ، پېغلو نجونو ته سپارښتنه کوي چې په خپل ژوند کې دې ډېرې محتاطې وي، څو د نرانو د دوکې او ناوړه استفادې ښکار نه شي، هڅه دې وکړي چې خپل راتلونکى خاوند ښه وپېژني.

شيما: موږ قرباني شوو ښځو ته اړين خدمتونه وړاندې کوو

له بلې خوا شيما د هغې امن خونې مسووله چې نيلاب په کې ژوند کوي، پژواک ته وويل چې په دغه مرکز کې ٥٧ تنه ساتل کېږي چې ٣٧ يې بې سرپرسته دي او پاتې نور د هغوى ماشومان دي.

هغې زياته کړه چې دا ښځې د بشري حقونو د کمېسيون، ښځو چارو وزارت او امنيې قوماندانۍ له لوري دغه مرکز ته ور پېژندل کېږي او بايد په ٢٤ ساعتونو کې په ښځو چارو وزارت کې هم ثبت شي.

شيما څرګنده کړه، کوم کسان چې په دغه مرکز کې خوندي دي، وړيا ډوډۍ او جامې ورکول کېږي او تر څنګ يې د لومړنيو روغتيايي مرستو تر څنګ رواني سلا مشوره هم ورکول کېږي.

نوموړې زياته کړه: ((له دې ښځو سره تر هغه پورې د هغوى د ژوند پر شرايطو خبرې نه کېږي چې خپله نه وي چمتو شوې، د وخت په تېرېدو سره دوى ته مدافع وکيل ټاکل کېږي او قضيې يې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا څېړل کېږي.))

د مېرمن شيما په خبره، دغو ښځو ته بېلابېل روزنيز خدمتونه لکه د ليک لوست زده کړه، د قران کريم زده کړه، پخلى، خامک دوزي او خياطي هم وړاندې کېږي او حتى په اوونۍ کې درې ورځې ورزش کوي.

د امن خونې د دغه چارواکي د معلوماتو له مخې، هغه مېرمنې د دې کور تر پوښښ لاندې دي چې په بدو کې ورکړل شوې، له قانوني سن څخه په ټيټ عمر کې واده شوې او يا په زور واده شوې دي او د کورني تاوتريخوالي د نورو بڼو ښکار شوې دي.

شيما وويل، په کار ده چې حکومت د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي مسئله د ښوونځيو او پوهنتونونو په ښوونیز نصاب کې شامله کړي، څو ماشومان د ژوند له هماغه لومړي پړاو څخه پوه شي چې له خپلې خور، مور، مېرمنې او لوڼو سره څه ډول چلند وکړي.

له بلې خوا د ښځو مدافع وکيلې اقدس هاشمي چې د امن کورونو تر پوښښ لاندې يې د ښځو ځينې قضيې تعقيب کړې دي، پژواک ته وويل: “په ډېرو قضيو کې يې ورکړو ښو سلا مشورو ښه پايله درلودلې ده، هره ورځ يو نيم ساعت کېنو، موکلينو ته مشوره ورکوو او ان هغوی ته د بيا ځلي ګډ ژوند پيلېدو مشوره ورکول کېږي او که يې قضيې حل نه شي، بېرته د امن خونه کې پاتې کېږي.”

سليمي: له قربانيانو څخه بايد ملاتړ وشي

د انساني قاچاق او کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسيون يوه چارواکي محمد حسن سليمي پژواک ته د امن خونو تر پوښښ لاندې ښځو ستونزو ته په اشارې سره وويل: “قرباني په قانون کې له ورکړل شوو ټولو حقونو ګټه پورته کولای شي او ملاتړ يې کېږي.”

هغه زياته کړه: “موږ د انساني قاچاق قربانيان پيدا کوو چې په کومه برخه کې ځای لري او له هغه مسووليت سره سم چې کمېسيون يې د قرباني شوي انسان پر وړاندې لري، قرباني د کار او ټولنيزو چارو او ښځو چارو وزارتونو ته ور استوي چې د ښځو لپاره په کابل کې د ملاتړ ۲۹مرکزونه لري.”

سليمي وويل: “د ماشومانو په اړه هم همداسې کوو، خو د هغو سړو لپاره چې قرباني شوي دي، تر اوسه ځانکړی ځای نه لرو او هڅه کوو چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همکارۍ د قرباني شوو سړو لپاره هم مناسب ځای برابر کړو.”

د بشري حقونو کمېسيون: د قربانيانو د حقونو لپاره مبارزه کوو

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند محمد بلال صديقي د انساني قاچاق او تاوتريخوالي د قربانيانو پر وړاندې د دغه کمېسيون د کړچار په ا ړه وويل چې د خلکو د پوهاوي کچې د لوړېدو لپاره د عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو په مرستې سره ښوونيز مرکزونه جوړېږي.

هغه زياته کړه چې د بشري حقونو کمېسيون له قانون سره سمه دنده لري چې د امن کورونو تر پوښښ لاندې کسانو په شمول د قربانيانو قضيې تعقيب کړي، څو عاملينو ته يې جزا ورکړل شي او په ورته وخت کې د ځانګړو کمېټو او مدني ټولنې د ارګانونو له لارې پر عدالت غوښتنه کار وکړي، څو د انساني قاچاق له قربانيانو که ښځې وي يا نارينه، ملاتړ وشي.

د کورنيو چارو وزارت: انساني قاچاق قضيې دې وڅېړل شي

په کورنيو چارو وزارت کې د انسان او اجناسو له قاچاق سره د مبارزې مدير ډګروال محمد حامد پژواک ته وويل: “دا ډول قضيې درې اړخونه لري، هغه کسان چې له کور څخه تښتي او جرم کوي (يعنې زنا کوي، له کور څخه د واده په نيت تېښته، د ښځو يا نجونو يو ډول قاچاق دی چې د جنسي استفادې او يا د هغوی د بدن د غړو د پلورلو لپاره ترسره کېږي.”

هغه زياته کړه: “موږ د عدلي او قضايي ارګانونو په همکارۍ سره د درې واړو مواردو قضيو ته رسېدنه کوو، د قضيې فاعل امن کور ته استوو چې ساتنه يې وشي.”

د پوهنتون استاد: ګډ ژون لوبې نه دي

د کابل پوهنتون استادې او مدني فعالې شهلا فريد وويل چې په اسلامي فقه کې ويل شوي چې که چېرې سړی غواړي چې دويمه يا درېيمه نکاح ولري، بايد د دواړو لورو هم د پخوانۍ مېرمنې او هم د هغې مېرمنې چې نوی واده ورسره کوي، رضايت شتون ولري.

نوموړې هغه نجونې چې له واده لرونکو سړو سره واده کوي، وغندلې او ويې ويل چې که دولت په مدني قانون کې تعديل راولي او د ښځو د ډېرېدو لپاره قضيې سختې کړي، سړي نه شي کولای چې دويم واده وکړي.

ديني عالم: تېر ايستنه په اسلام کې ناسم عمل دی

يو ديني عالم مفتي حجت الله هم له ښځو سره د انساني چلند د اړتيا په اړه د اسلام مبارک دين صراحت ته په اشارې سره وويل چې له شرعي پلوه ښځو ته دوکه ورکول يو ډېر بد او د انساني اخلاقو خلاف کار دی.

هغه زياته کړه: “د شريعت له مخې که يو نارينه يوې ښځې ته دروغ وايي او وروسته روښانه شي چې ښځه او بچيان لري، ښځه کولای شي چې په محکمه کې د ‌طلاق غوښتنه وکړي.”

د يادونې ده، دا يوازې نيلاب نه ده چې له داسې برخليک سره مخ شوې ده، ډېرې نجونې شته چې د مبايل اړيکو له لارې يې دوکه خوري او وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.