اسعد اباد (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦) : په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي چې سږکال په دې زون کې د ښځوپر وړاندې د تاوتریخوالي پنځه سوه پېښې ثبت شوې دي.
ددغه کمېسيون مسوولينو دا څرګندونې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په مناسبت د جوړ شوي ١٦ ورځني ورکشاپ په پاى کې وکړې.
دا ورکشاپ چې د ليندۍ په ١٩مه، د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې پاى ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې د يو شمېر ښځو ترڅنګ، د کونړ د ولايتي شورا رييس، يو تن ديني عالم ، د يوناما استازي او د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ځايي مسوولينو برخه اخيستې وه.
په ختیځ کې د بشر حقونوخپلواک کمېسیون د ښځو د ملاتړ د څانګې مرستياله زهرا رحماني وايي، سږکال په ختیځوولایتونوکې د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالي پنځه سوه پېښې ثبت شوي ، چې د تېر کال په پرتله زياتوالى راغلى، خو هغې د تېر کال شمېره په ډاګه نه کړه.
په ختیځ کې د ملګروملتونو د يوناما د بشرحقونود څانګې مشر اردم ايزو ويک (Erdem Ozyurek) وويل چې د روان زيږديز کال په اوږدو کې په ختېځو ولايتونو کې (لغمان ، نورستان ، ننګرهار او کونړ ) کې په ټوليزه توګه ۳۹ پېښې د ناموسي وژنو او نور قتلونو ثبت شوې دي .
د سرچينې په وينا، په دې پېښو کې ۴۸ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړه، په يادو پېښو کې يې ۲۷ په ننګرهار ، شپږ په کونړ ، درې په لغمان او درې هم په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.
د يوناما دغه استازي وويل، چې په لرې پرتو سیمو کې پولیس په دې نه دي توانېدلي چې مجرمین ونيسي او د قانون منګولوته يې وسپاري.
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت يادې غونډې ته وويل، پوليس د قانون تطبیق کوونکي دي او دوى په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣١ پېښې ثبت کړې دي.
هغه زياته کړه، له دې پېښو څخه يې ١٨ ته رسېدنه شوې او ١٧ تنه تورن کسان قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کونړ ولایتي شورا رييس حاجي ولایت خان وويل چې د کم عمره نجونو ودول او په بدو کې د نجونو ورکولو څخه ډېرې ستونزې پيدا کېږي.
هغه له ټولو ارګانونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.
د کونړ د ښځو چارو رييسې سهيلا بابر وويل چې په کونړ ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې چې لامل يې ښه عامه پوهاوى دى.
هغې زياته کړه چې په دې ولايت کې تر اوسه ١٩ پېښې ثبت شوې دي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










