کابل(پژواک،۲۲ليندۍ۹۶): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو لسګونو مشرانو په کابل کې د يوې اعتراضي غونډې په ترسره کولو سره، حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د ياد شويو ښوونځيو د يوشمېر ښوونکو نيول کېدل ژر تر ژره ونه درول شي،په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.
امنيتي ځواکونو پرون د کابل ښار په شاه دوشمشيره سيمه کې پر اريانا افغان –ترک ښوونځي بريد وکړ او ددغه ښوونځي څلور ښوونکي چې درې يې ترکان دي، نيولي او تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.
دغه راز امنيتي ځواکونه تېره شپه په تايمني سيمه کې د محکمې له حکم پرته د افغان –ترک د يو بل ښوونځي د ښوونکو ليلې ته ورغلي او د يادې شوې ليلې ځينې برخې يې پلټلې چې څلور زده کوونکي د وېرې له امله بې هوښه شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
د افغان –ترک د نجونو لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې سامعې حيدري پژواک ته وويل:" پرون ماښام کابو ۲۵ امنيتي ځواکونه ښوونځي ته راننوتل، د ښوونکو او مديريت خونې يې وپلټلې، موږ ټول له ډاره په لړزه شوو، يو شمېر کسانو ژړل او ځينې بې هوښه شول، چې بالاخره امنيتي ځواکونه نيم ساعت وروسته له ښوونځي څخه ولاړل. "
نوموړې وويل:" له حکومتي چارواکو څخه غواړم چې په دې ډول حرکتونو سره زموږ درسي بهير ګډوډ نه کړي."
د ولسي جرګې دديني او کلتوري کمېټې مشر او د زده کوونکو يو مشر کمال ناصر اصولي وويل:" د ملي امنيت پرونی حرکت د زغملو نه دی او بايد د ښوونځيو نيول شوي ښوونکي ژر تر ژره خوشي شي."
د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهيم شينواري چې په دې ناسته کې يې شتون درلود، وويل چې د امنيتي ځواکونو دغه اقدام غير قانوني دی.
هغه وويل:" د ياد شويو ښوونځيو په اړه چې هره پرېکړه کېږي بايد ددغو ښوونځيو د مشرانو د کمېټې په شتون او له قانون سره سم ترسره شي."
شينواري وويل چې د ياد شويو ښوونځيو د ښوونکو نيول کېدل به په جدي توګه تعقيب کړي او برخليک به يې ډېر ژر معلوم شي.
د افغان-ترک زده کوونکو د مشرانو د کمېټې غړي فضل احمد معنوي وويل چې د ظلم پروړاندې چوپتيا تر ظلم بده ده، په هېڅ نظام کې داسې وحشت نه دی تکرار شوی لکه پرون چې د افغان-ترک لېسې د ښوونکو او زده کوونکو پروړاندې ترسره شوی.
معنوي زياته کړه:" ددولت د ۹۵سلنه اراکينو اولادونه له افغانستان څخه د باندې دي، موږ د چاودنو او ځانمرګو بريدونو ډکو شرايطو کې د خپلو بچيانو د زده کړې لپاره پيسې پيدا کوو، خو له بده مرغه چې ددوی ژوند ګواښل کېږي. "
نوموړي د افغان-ترک لېسې د ښوونکو د نيول کېدو پروړاندې غبرګون وښود او ويې وويل:"د افغان-ترک ښوونکو اختطاف دولتي اختطاف دی، موږ خپله ددغو ښوونځيو پروړاندې د غوښو ديوالونه جوړوو او اجازه نه ورکوو چې دغه ښوونځي چې متخصص کادرونه روزي له منځه ولاړ شي."
ملي امنيت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په هغه پرېکړه ليک کې چې د زده کوونکو د اولياوو له خوا صادره شوى او افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو د مشرانو کمېټې د غړي صديق الله توحيدي له خوا ولوستل شو، حکومت ته خبرداری ورکړل شوی چې دغه ښوونځي دې نه سياسي کوي او نيول شوي ښوونکي دې ژر تر ژره خوشي کړي، له دې پرته به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي.
له دې مخکې ځينو ترکي چارواکو ادعا کړې وه چې افغان-ترک ښوونځي د فتح الله ګولن اړوند دي او بايد افغان حکومت دغه ښوونځي وتړي.
ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سياستونو مخالف او ناراضي ترکى روحاني دی چې د ترکيې په وروستۍ ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن شوی او پلويان يې هم د ترکيې دولت تر تعقيب لاندې دي.
د پوهنې وزارت ويلي چې ددغو ښوونځيو له فعاليتونو څخه خوښ دی او د ياد شويو ښوونځيو د برخليک په اړه پرېکړه د افغانستان پر ولسمشر پورې اړه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










