ترینکوټ (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۶): امنیتي چارواکي وايي چې د اروزګان په مرکزي زندان کې د ښځینه بندیانو څانګه پرانیستل شوه.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې مخکې ښځينه بندیانې په کرايي کور کې ساتل کېدې.
هغه زياته کړه: ((اوس مو د ښځینه زندانیانو د ساتلو څانګه په مرکزي زندان کې فعاله کړه چې اسانتياوې په کې په پام کې نيول شوې دي.))
دغه راز د اروزګان د مرکزي زندان مدیر سمونوال عبدالولي ساپي پژواک ته وويل چې د زندانیانو د ساتلو لپاره ښځینه پولیسې هم ګومارل شوې دي.
ساپى وايي، یاد زندان ته اوس یوازې هغه دوه بندیانې ور وړل شوې چې له دې مخکې په شخصي کورونو کې ساتل کېدې.
له یادو دوو ښځینه بندیانو یوه یې هم نازيه نومېږي.
نازیه هغه زندانۍ ده چې پر دوه کاله بند محکومه شوې او د بند شپږ میاشتي یې د یوې ښځینه پولیسې په کور کې تېرې کړې دي.
هغه وایې، په شخصي کور کې د ساتلو پر مهال یې وېره لرله چې کوم څوک به ورته زیان ورسوي، خو وایې اوس خوشحاله ده چې زندان ته وړل شوې او دلته به خوندي وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










