کابل (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۶): خبريالانو د هېواد د لومړۍ مېرمنې ساتونکو د ناسم چلند له امله په کابل کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د دويم نندارتون له خبري پوښښه ډډه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت له خوا نن په کابل کې د هېواد د اتو پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوجۍ ۲۷ پروژې نندارې ته وړاندې کړې. د ولسمشر مېرمن رولا غني هم د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی و.
خبريالانو غوښتل چې له نندارتون څخه ويډيويي او نور انځورونه واخلي، خو د لومړۍ مرمنې ساتونکو د خبريالانو د دغه کار مخه نيوه.
وروسته دغو مراسمو ته د ١٣ رسنيو ورغلو خبريالانو وويل چې د اعتراض په توګه د دغه نندارتون د راپور له خپرولو ډډه کوي.
د مشعل ټلوېزيون تصوير اخيستونکي عزيز عظيمي وويل: "ما چې کله غوښتل ويډيو واخلم، يو ساتونکي له اوږې ونيوم او ټېله يې کړم، ويل يې چې ويډيو مه اخله."
هغه وايي چې د دغه ټلوېزيون خبريال سليم تلاش ورته وويل چې د تصوير اخيستو اجازه ورکړي، ورته ويې ويل: "ډېره مه غږېږه که دلته زموږ وي اى پي کسان نه واى، نو ما به تا سره کتل."
عظيمي وايي چې وروسته له ساتونکو څخه يو کس د افغانستان خصوصي ټلويزيون کامره په لغته ووهله او اجازه يې نه ورکوله چې تصوير ثبت کړي.
له يادو خبريالانو څخه د ملي راډيو ټلوېزيون خبريال لطف الله خاموش وويل، يادو ساتونکو له ژورنالېستانو سره د اصولو خلاف ناوړه چلند وکړ. ده له ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې د داسې کړنو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: "که څه هم دا د ولسمشر ساتونکي دي، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی دې د ژورنالېستانو توهين وکړي؛ موږ ټول ژورنالېستان دغه کړنه غندو."
د اينې ټلوېزيون خبريال محمد انور هم له يادو خبريالانو دى.
هغه د ساتونکو دغه چلند غندي او وايي: "د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکو موږ نه پرېښودو چې کلپونه واخلو او يا هم د هغو موادو انځورونه او ويډيو واخلو کوم چې نندارې ته اېښودل شوي؛ نو ټولو خبريالانو تصميم ونيوه چې د اعتراض په ډول دغه خبر نه خپروي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










