منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خبريالانو د خونديتوب لارښود چاپ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦):  د خبريالانو د خونديتوب لارښود، چې د کاري خونديتوب په برخه کې د خبريالانو د معلوماتو لوړولو لپاره ليکل شو، چاپ او خپور شو.

د افغانستان د ژورناليستانو ټولنې اجرائيه مشر فهيم دشتي، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، د لارښود ياده کتابچه د ياد بنسټ له لوري د انټرنيوز موسسې په همکارۍ او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې ( USAID) په مالي مرسته له چاپه راووت.

ده زياته کړه، اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خبريالان د فزيکي، شغلي او جنسيتي خونديتوب د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

دشتي د خبريالانو ستونزو ته په اشارې سره زياته کړه: "د دا ډول لارښود خپرولو ته اړتيا احساسېده، څو خبريالان ترې د خطر پر مهال په خونديتوب کې ګټه واخلي."

د ژورناليستانو د ملي ټولنې د اجرائيه مشر په وينا، دغه لارښود د "رسانه" تر نوم لاندې د يوه پروګرام په چوکاټ کې چې د انټرنيوز له لوري يې ملاتړ کېږي، چمتو شوى او په کې خبريالانو ته سپارښتنه شوې، ترڅو دوى کوم کارونه ترسره کړي چې له کوم خطر سره مخ نه شي.

دشتي وويل، د بېلګې په ډول په ياد لارښود کې خبريالانو ته سپارښتنه شوې، په کومه سيمه کې چې جګړه روانه وي او يا ترهګريزه پېښه، سېلاب او د واورې ښويېدنې پېښه رامنځته شوې وي او يا کومه ناروغي په سيمه کې وي؛ نو له خطر څخه د خونديتوب په برخه کې کوم کارونه ترسره کړي.

ده څرګنده کړه، چې د کار پر مهال د ښځينه خبريالانو ستونزو ته په پام سره په دغه لارښود کې ځانګړى بحث چمتو شوى، څو ښځې له جنسيتي پلوه خوندي واوسي.

د هغه په وينا، ټاکل شوې ياد لارښود چې په پښتو او دري ژبو چاپ شوى، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر خبريالانو ووېشل شي او په دغه برخه کې روزنيز پروګرامونه هم ترسره شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور