منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “شمس تبرېز” او “عبدالرووف بېنوا” ښوونځيو نوې ودانۍ جوړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل(پژواک، ۲۶ ليندۍ ۹۶): د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې د "شمس تبرېز" او "عبدالرووف بېنوا" ښوونځيو نوې ودانۍ ګټه اخيستنې ته وسپارل شوې چى له مخې يې سلګونه زده کوونکو ته پوهنيز چاپېريال برابر شو.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار دوولسمې ناحيې اړوند د شمس تبرېز د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ  شپږ ټولګي، دوه اداري خونې او نورې ټولې ښوونيزې اسانتياوې لري.

سرچينه زياتوي، پر ياده ودانۍ ۱۴۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی چې د جاپان هېواد د خلکو له خوا ورکړل شوى دى.

همداراز په خبرپاڼه کې راغلي چې د شمس تبرېز ښوونځي ترڅنګ د عبدالرووف بېنوا ښوونځي دويم پوړ، چې اته ټولګي، څلور اداري خونې، د زده کوونکو لپاره مېز-څوکۍ او نورې ټولې اړينې اسانتياوې لري ، جوړ شوى.

سرچنيه ليکي، پر ياده ودانۍ ۹۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی چې دا هم د جاپان د خلکو له خوا ورکړل شوى دى.

سرچينه زياتوي، د يادو ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو له امله يې سلګونه زده کوونکو ته پوهنيز چاپېريال برابر شوى او د پوهنې وزارت له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د زده کوونکو لپاره معياري پوهنيز چاپېريال برابر کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه