منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د لاسي صنايعو او کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د افغاني لاسي صنايعو او داخلي تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندارتون د لیندۍ په ۳۰مه د جلال اباد ښار د فوټبال په لوی لوبغالي کې جوړ شوی او د پرانيستې مراسمو کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير، د ننګرهار والي او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، ياد نندارتون ته د دغه ولايت له ځینو ولسواليو په لاس ګنډل شوي او نور تودلید شوي توکي ور وړل شوي او د خرڅلاو په موخه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زياته کړه، په نندارتون کې تر دېرشو ډېرې غرفې اېښودل شوې په کې افغاني کالي، څادرونه، خوراکي توکي او نور توکي اېښودل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهاند رسول باوري وويل، ننګرهار ته يې له راتګه موخه دلته د ورېښمو لار او افغانستان نړيوال سيمينار په دويمه ورځ غونډه کې ګډون او دغه راز له ننني نندارتون څخه ليدنه ده.

دی وايي، دغه نندارتون د ننګرهار د کلتور او فرهنګ ښکارندويي کوي او دا په ډاګه کوي چې لا هم د دغه خلک پر خپلو توليداتو متکي دي.

نازيه د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او اوسمهال يې په دغه نندارتون کې د خپلو لاسي صنايعو بېلابېل ډولونه په يوه غرفه کې ايښي دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، د خپل دغه کار له لارې يې په مستقيم ډول شلو کورنيو ته د ګټې زمينه برابره کړې، خو وایي نننی نندارتون ورته هېڅ ګټور نه و.

سردارولي بيا په يوه غرفه کې شات نندارې ته ايښي دي. دی وايي، ياد شات په ننګرهار کې توليديږي او همدلته يې د ځينو موسساتو په مرسته ورته د پروسس عصري سيستم هم برابر کړی دی.

نوموړی وایي، تمه يې درلوده چې دلته به ترې ډېر شات خرڅ شي او هم به يې د کاروبار په اړه خلک خبر شي، خو وايي د خلکو نه راتګ يې دغه هيله نيمګړې پرېښوده.

د يادولو ده، ننګرهار کې بېلابېل صنعتي توکي توليديږي، خو ورته د بازار او خامو موادو نه شتون دغه توکي همداسې پټ ساتلي دي.

صنعتکاران وايي، که ورته د بازار زمينه برابره شي او هم خام مواد ورته دلته چمتو شي، نو دوی کولی شي چې په خپله برخه کې ډېر پرمختګ وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور