منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په کچه لومړنۍ د “پي ايچ ډي” دفاع ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٦): د هېواد په کچه د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې د پي ايچ ډي يا دوکتورا لومړنۍ دفاع، نن په کابل پوهنتون کې ترسره شوه.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د پي ايچ ډي (PhD) د دورې محصل پوهنوال لعل پاچا ازمون، نن د (پښتو نظم پوهنه) تر سرليک لاندې د خپل دوکتورا له ډيزرټېشن څخه د ژوري هيئت په وړاندې دفاع وکړه.

په ژوري هيئت کې دوه کورني استادان (د کابل پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي او د علومو اکاډمي علمي غړى څېړنپوه دوکتور سيد محي الدين هاشمي) او يو بهرنى استاد پروفيسر دوکتور نورمحمد دانش بېټنی (د پېښور پښتو اکاډمي مرستيال) شامل وو. دې درې واړو پوهانو د ازمون دفاع مثبته وارزوله.

په دې اړه جوړه شويو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئيس حمیدالله فاروقي وويل، د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو او دري څانګې کې نهو نهو محصلينو د دوکتورا ټول پړاوونه بشپړ کړي او تر دې وروسته په نوبت سره خپلې دفاعيې وړاندې کوي.

دى زياتوي: "موږ له یوې خوا غواړو چې دغه پروګرام ته پراختیا ورکړو، البته نه یواځې د پښتو او دري ادبیاتو، بلکې د نورو علومو په برخه کې هم د پراختیا هوډ لرو، ځکه کابل پوهنتون یو تاریخي پوهنتون دی او دا یو لوی مسوولیت دی چې د پي ايچ ډي پروګرامونه نورو څانګو ته هم وغځوو."

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام کابو ۷ کاله وړاندې پیل شوی، چې نننۍ دفاع د افغانستان په تاريخ کې د پي ايچ ډي په کچه لومړنۍ دفاع وه چې د پښتو ادبياتو په برخه کې ترسره او يو محصل له کابل پوهنتون څخه د دوکتورا په کچه فارغېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه