کابل (پژواک،۳مرغومی۹۶): چارواکو د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې په کلنۍ ناسته کې، سانسور ته د ځينو رسنيو د اړ ايستلو په اړه وويل چې دغې کمېټې د خبريالانو پرضد د تاوتريخوالي د ۷۱قضيو ته رسيدګي کړې ده.
ياده شوې کمېټه چې له حکومتي، د افغان خبريالانو او رسنيو فدراسيون له ارګانونو څخه جوړه شوې، نن يې په کابل کې خپله کليزه ونمانځله.
د دغې کمېټې مرستيال فهيم دشتي، نن په کابل کې د "حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د لومړۍ کليزې د نمانځنې ملي ناسته" تر عنوان لاندې غونډه کې وويل چې په دغه کمېټه کې په روان کال کې د خبريالانو پرضد د تاوتريخوالي ۴۹قضيې ثبت شوې دي.
د نوموړي په وينا، داډول ۳۶قضيو ته يې رسېدګي کړې او هغه يې د منځګړيتوب له لارې حل کړې دي.
نوموړي د دغو قضيو په اړه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې پاتې ۹قضيې تر څېړنې لاندې دي.
خو هغه وويل، دغه کمېټې پر دغو قضيو سربېره د خبريالانو پرضد د تاوتريخوالي ۷۲۶نورې قضيې څېړلې چې په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې رامنځ ته شوې دي او ۳۵ قضيې يې څارنوالۍ ته استولې دي.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې څارنوالي له دغو دوسيو څخه د ۲۳دوسيو کار بشپړ کړی او پر پاتو نورو يې کار وران دی.
دشتي په مرکز او ولايتونو کې د خونديتوب کمېټو جوړېدل، په هره مياشت کې د کنفرانسونو جوړېدل، له خبريالانو څخه د مالي ملاتړ صندوق جوړېدل، د رسنيو د مالياتي جرمو معافېدل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د يادې شوې کمېټې لاسته راوړنې وبللې.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، په دې مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال، د دغې کمېټې د کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل: "د سخت دريځۍ او تنګ نظرۍ دروند سيوري " د افغانستان د مطبوعاتو لپاره خنډ رامنځ ته کړی دی.
هغه زياته کړه، ځينې وخت د دولت وسله وال مخالفين، غير مسوولې وسله والې ډلې او زورواکان په رسنيو کې د سانسور ستونزې د رامنځ ته کېدو لامل شوې دي.
دانش د بيان ازادۍ وده او د رسنيو زياتېدل په وروستيو ۱۶کلونو کې د افغانستان ستره لاسته راوړنه وبلله او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې له حکومت سره د تحقيقي راپورونو د جوړېدو او خپرېدو له لارې د فساد په مخنيوي کې مرسته وکړي.
د افغانستان لوی څارنوال محمد فريد حميدي په نننۍ ناسته کې سره له دې چې ويې ويل په څارنوالۍ کې د خبريالانو پرضد د تاوتريخوالي دوسيې په جدي توګه څېړل کېږي، له رسنيو څخه يې وغوښتل چې د تحقيقي راپورونو له لارې دې د فساد قضيې په ډاګه کړي.
هغه زياته کړه چې څارنوالي په دې برخه کې له رسنيو سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې رسنۍ تحقيقي راپورونه خپروي، خو دولت تر ډېرې دا ډول راپورونو ته پاملرنه نه کوي.
د ولسمشر دويم مرستيال دغه راز په دې ناسته کې وويل، چې راتلونکې اونۍ د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيلېږي او ډېر ژر به په ټاکنيزو کمېسيونونو کې شته شتونزې حل شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي "پيري ماياودون" په دې ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د بيان ازادي يوه ستره لاسته راوړنه ده او بايد جدي ملاتړ ترې وشي.
هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت په ټينګښت او خونديتوب کې دې ډېر کار وکړي.
د ده په وينا، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بيان ازادۍ د پياوړتيا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










