منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دايکندي کې د ښځينه خبريالانو کاري وضعيت ښه شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

نيلي (پژواک، ٤ مرغومى ٩٦): دايکندي ولايت کې رسنيز فعالان او ښځينه خبريالانې وايي، چې په دغه ولايت کې د خبريالۍ لپاره د ښځو لېوالتيا زياته شوې او د شته ستونزو سربېره بيا هم سږ کال د ښځينه خبريالانو کاري وضعيت ښه و.

دايکندي ولايت کې د ښځينه خبريالانو په وينا، تېر کلونه به په دغه ولايت کې د ښځو لپاره رسانه يي فعاليت ډېر ستونزمن و، ځکه له کورنۍ تر ټولنې پورې به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدلې او د رسنيز فعاليت په ترڅ کې له مناسب کاري چاپېريال او خونديتوب برخمنې نه وې؛ خو اوسمهال دغه ستونزې راکمې شوې دي.

د دايکندي ولايت يوې خبريالې لطيفې موسوي، د ښځو لپاره لپاره رسنيز فعاليتونه سخت او له ستونزو ډک کار وباله او وايي، په رسنيز ډګر کې د تخصص نه شتون، د ښه معاش نه شتون، د موټرونو نه درلودل، د دولتي ادارو ناسم چلند هغه ستونزې دي؛ چې ښځينه خبريالانې ورسره لاس او ګرېوان دي.

خو نوموړي وويل: "پر دې ټولو ستونزو سربېره د هغې لېوالتيا له مخې چې له خبريالۍ سره يې لرم؛ هيڅکله هم له دې کار لاس نه اخلم او له دې ټولو ستونزو سره به مبارزه کوم."

دايکندي کې يوې بلې ښځينه خبريالې معصومې سيرت وويل، که څه هم په روان کال کې د ښځينه خبريالانو کاري وضعيت د تېرو کلونو په پرتله ښه و، خو د دايکندي د خبريالانو يوازېنۍ ستونزه دا ده، چې له کاري خونديتوب برخمن نه دي.

نوموړې زياته کړه: "د دې ترڅنګ چې کاري خونديتوب نه لرو، له بدغه مرغه د خبريالۍ پر وړاندې د خلکو منفي ليد او د نارينه خبريالانو پر وړاندې د ښځينه خبريالانو د معاشونو کموالى هغه ستونزې دي، چې له امله يې ښځينه خبريالانې زړه ماتې کېږي او د دايکندي مېرمنې له رسنيو سره ځانګړې لېوالتيا لري؛ که چېرې ورته پاملرنه وشي."

دايکندي کې د افغانستان د خبريالانو مرکز استازي او د دايکندي راډيو مسوول مدير سيد محمدانور شهاب وويل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د ملي راډيو، ملي ټلويزيون او دوه اوونيزو په ګډون څلور راډيوګانې فعاليت کوي او په دغه ولايت کې ١٧ خبريالان او راپور ورکوونکي شتون لري، چې له دې جملې يې څلور تنه ښځينه دي.

نوموړي هم د ښځينه خبريالانو ستونزې ومنلې او ويې ويل: "د رسنيو له ملاتړ کوونکو بنسټونو غواړو، چې د ښځينه خبريالانو د ظرفيت او وړتيا لوړولو په برخه کې او دغه راز له دوى سره د مالي امتيازاتو زياتولو کې همکاري وکړي او د رسنيو ملاتړونکي بنسټونه بايد د رسنيو پر مسوول مديرانو فشار راوړي، څو د دوى د شغلي خونديتوب معاش ته جدي پاملرنه وکړي."

د دايکندي ولايت يوې بلې خبريالې سکينه حسني وويل: "د تېرو کلونو په پرتله زموږ وضعيت ښه شوى، موږ پخوا د رسنيزو فعاليتونو په برخه کې اړين تخصص نه درلود، د خبريالۍ د اصولو او قوانينو په اړه نه پوهېدو، چې له همدې امله موږ ته هيڅ معاش نه راکول کېده، خو په روان کال کې زموږ ځينې ستونزې حل شوې او موږ ته اوسمهال د مياشتې ډېر کم معاش چې له درې تر څلورو زرو افغانيو پورې کېږي؛ راکول کېږي."

دايکندي ولايت کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي او د يوې سيمه ييزې رسنۍ مسوول مدير رضا واحدي د ښځينه خبريالانو ستونزې ومنلې، خو ويې ويل؛ چې سيمه ييزې رسنۍ له بده مرغه د خبريالانو اړتيا پوره کولو او دوى په ځانګړي ډول ښځينه خبريالانو ته د ښه معاش ورکولو وس نه لري.

دايکندي ولايت کې يوه رسنيز فعال سلطان علي جوادي وويل، که څه هم دايکندي د ټولنې او رسنيز ډګرونو کې امن او مناسب ولايت دى؛ خو بيا هم له بده مرغه د ښځو پر وړاندې له کور د بهر کار کولو منفي ليدلوري موجود دي.

ورته مهال دايکندي کې يوه مدني فعال رحمت الله شريعتي وويل، چې ښځينه خبريالانې تر ټولو زيات د خلکو، کورنۍ او دولت همکارۍ ته اړتيا لري.

د ياد مدني فعال په باور، د بېلابېلو قشرونو هڅونه کولى شي چې په ټولنه کې د ښځينه خبريالانو شمېره لوړه کړي او له بل لوري هم د رسنيو چارواکي بايد هغوى ته يو څه هم معاشونه ورکړي او دغه راز دوى ته د کاري خونديتوب ډاډ ورکړي.

خو پر دې ټولو ستونزو سربېره د دايکندي والي وياند علي ناطقي ومنله، چې اوسمهال د دايکندي سيمه ييزه دولتي اداره د ښځينه خبريالانو وضعيت د ښه والي په پرخه کې کوم پروګرام تر لاس لاندې نه لري.

د دايکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد حسين سيرت وويل، له بده مرغه په دغه ولايت کې ښځينه خبريالانې له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ خو په روان کال کې د خلکو او دغه راز د دولتي ادارو چارواکو پوهاوى زيات شوى او اوسمهال له خبريالانو سره ښه چلند کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې