کابل(پژواک،۴مرغومی۹۶): لسګونو ځونانانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معينيت مخې ته د لاريون په ترسره کولو سره يې د ځوانانو چارو مرستيال پر بې کفايتۍ تورن کړ او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.
لاريون کوونکو، د کمال سادات پرضد شعارونه ورکړل او ادعا يې کوله چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي د ځوانانو لپاره هېڅ بنسټيز کار نه دی کړی او تل يې دروغ ژمنې کړې دي.
د "بدلون او ارادې بهير" مشر نصير احمد اخترزوی چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړی و وويل:" کمال سادات چې د ځوانانو چارو مرستيال دی، يو فاسد او متعصب شخص دی او بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معينيت له څوکۍ څخه لرې کړای شي."
هغه زياته کړه:" د ځوانانو معينيت د ځوانانو د وړتيا او پرمختګ ځواک جوړېدو او پوهاوي لپاره هېڅ کارنده طرحه او پلان نه لري، بلکې ځوانان د نهيلۍ پر لور ور کاږي."
د "عدالت بهير" مشرې او اعتراض کوونکې حميدې وردګ وويل:"سادات د ځوانانو لپاره د بنسټيزو پلانونو د نه شتون، د ځوانانو چارو د بوديجې د لګښت د ګونګ توب، د ځوانو وړتياوو د ځپلو او له کلتوري محفلونو څخه د ګټې اخيستنې له امله بايد ګوښه کړای شي."
اعتراض کوونکو د ياد شويو لاريونونو په پای کې خبرداری ورکړ چې که د ملي يووالي حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، لا پراخو مدني حرکتونو ته به مخه کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال کمال سادات د اعتراض کوونکو د اندېښنو په غبرګون کې وويل چې پر ده ټول لګېدلي تورونه ردوي.
سادات وويل:" هرڅوک چې پر ما تور لګوي، بايد اسناد ولري او که په دې برخه کې شواهد وړاندې کړي، له خپلې دندې څخه ګوښه کېږم. "
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










