کابل (پژواک،۵مرغومی۹۶): د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو سلګونو ديني عالمانو، په کابل کې د يوې غونډې په کولو سره له طالبانو وغوښتل چې له جګړې په لاس اخيستو او د ټولګټو پروژو او تاسيساتو څخه په ساتنې سره دې د سولې لاره خپله کړي.
دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د سولې د عالي شورا له خوا "د سولې په اړه د ديني عالمانو ملي مشورتي ناسته " تر عنوان لاندې ترسره شوه، نن د يوه پرېکړه ليک په صادرېدو سره پای ته ورسېده.
مولوي عطاءالله فيضاني په دغې غونډه کې د کابو ۷۰۰ګډونوالو ديني عالمانو په استازيتوب د ناستې د پای ته رسېدو پرېکړه ليک ولوست چې په کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د بيت المقدس او د فلسطينيانو د حق په اړه د افغان دولت او خپله ولسمشر ملاتړ ته اشاره وکړه او په دې اړه يې د افغان حکومت کړنه وستايله.
ديني عالمانو دغه راز په خپل پرېکړه ليک کې د الهي امر په توګه په هېواد کې د سولې د خونديتوب پر اړتيا ټينګار کړی او له ښکېلو لوريو څخه يې غوښتي چې له زغم او تېرېدنې څخه دې کار واخلي او د سولې تامين ته دې لاره برابره کړي.
په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي چې جګړې په هېواد کې بهرنيو استخباراتي لوبو، نړيوالو ترهګرو شتون، بهرنيو ځواکونو، نشه يي توکو او مافيا ته لاره برابره کړې او دغه وضعيت يواځې د سولې او ټيکاو له لارې ختمېدای شي.
د دغه پرېکړې لاسليک کوونکو عالمانو په ډاګه کړې چې طالبان دې د جګړې، چاودنو او ځانمرګو بريدونو له دوام څخه ډډه وکړي، د ټولګټو پروژو او تاسيساتو څخه دې ساتنه وکړي او د بين الافغاني سولې خبرو له بهير سره دې يوځای شي او خپلې غوښتنې دې د سولې د خبرو له لارې مطرح کړي.
د دغې غونډې ګډونوالو له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې له طالبانو سره د مخامخېدو په اړه د ديني عالمانو نظر ومني، له زغم او نرمښت څخه دې کار واخلي او د سولې ترسره کېدو لپاره دې د باور فضا رامنځ ته کړي او د طالبانو پرضد دې داسې الفاظ او پاليسۍ نه کاروي چې د جګړې د سختېدو لامل ګرځي.
له فساد سره جدي مبارزه، د هېواد د امنيتي او پوځي ځواکونو د نه سياسي کېدو، د د يني عالمانو اندېښنو لرې کول او پر خلکو د خپلسريو له ور تپلو څخه مخنيوی، له حکومت څخه د عالمانو نورې غوښتنې دي.
د دې ناستې ګډونوالو عالمانو له سياسي څېرو، مخورو او مدني فعالينو څخه هم غوښتي چې ملي ګټو ته په پام سره دې د هېواد د وضعيت د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې څخه هم غوښتنه شوې چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تجهيز او ملاتړ د دوام ترڅنګ دې، د سولې د بين الافغاني خبرو څخه هم ننګه وکړي او په ځانګړې توګه اسلامي کنفرانس دې په افغانستان کې د سولې د تامين په اړه خپل مسووليت ادا کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










