منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سلګونو ښځو په دولتي ادارو کې د کاري زده کړې دوره پاى ته ورسوله

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦): د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته له ٣٠٠ زياتې ښځې د دولتي ادارو له يوه کلن کاري زده کړو پروګرامه  فارغې شوې؛ چې له يادې ډلې يې ٩٠ سلنه ښځې په دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوې دي.

يادو ښځو، د "حکومت کې د ښځو رول" پروژې له لارې چې د پروموټ پروګرام (ظرفيت لوړولو) له لارې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري پيل شوى و، زده کړې ترلاسه کړې، څو له دولتي اداري سيستم څخه په غوره توګه خبرې ووسي.

د يادې پروژې همغږې کوونکې ليلا رحيمي وويل، چې له دې لارې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بلخ، کندهار او ننګرهار ولايتونو دولتي ادارو کې له درېيو زرو زياتو ښځو ته کاري زمينه برابره شوې، چې تر اوسه پورې ترې ٣٥٦ ښځې فارغې او له دې جملې يې ٩٢ ښځې پر دندو ګومارل شوې دي.

نوموړې په دولتي ادارو کې د کاري زده کړو اهميت ته په اشارې سره وويل، چې ياد شمېر ښځو ته د کاري زمينې برابرېدو سره به دولتي ادارو کې د ښځو ونډه اغېزناکه پرېوځي.

حکومت کې د ښځو پروژې يادې مسوولې څرګنده کړه چې د دغې پروژې په پيل کې د ښځو د ګډون لپاره د بېلابېلو ادارو د چاپېريال د څرنګوالي په اړه څېړنه وشوه او په کې کاري پاليسۍ ته لومړيتوب ورکړل شو.

هغې وويل: "تېر کال چې په حکومت کې د ښځو لپاره د پاليسيو د اصلاح ناسته د بېلابېلو دولتي ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه؛ په کې د چارو د اصلاح لپاره لس موارد وړانديز شول."

 د قوانينو اصلاح، د کار د پراختيا مرکزونو رامنځته کول، په دولتي ادارو کې د ٣٠ سلنه ښځو د ونډې طرحې عملي کول، د جنسيتي تساوي واحدونو د ظرفيت لوړول او پياوړي کول، د عامه پوهاوي د فعاليتونو عملي کول، په مشرتابه کې د ښځو زياتول، د ګومارنې له پروسې د څار په موخه د کمېټې رامنځته کول، د ښځو پياوړتيا او پرمختګ، د خونديتوب د وسايلو لګول او پراختيا او د حکومت په تشکيلاتوو کې د ښځو د کاري بستونو تنظيم هغه لس موار دي، چې د رحيمي په وينا؛ حکومت ته يې په اړه وړانديز کړى دى.

 د هغه په وينا، د يادو مواردو له جملې يې په ملکي برخو کې پرمختګونه شوي، خو په ځينو برخو کې ستونزې نه دي هوارې شوې؛ چې په نننۍ ناسته کې به د يادو ستونزو د حل او څرنګوالي په اړه نظرونه وړاندې کړل شي.

د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ او مسلکي مرستيالې سپوږمۍ وردګ، په ياده غونډه کې د پروموټ پروګرام عملي کول بريالي وبلل.

هغې وويل، چې په حکومت کې د ښځو پروژې له لوري د شوو وړانديزونو په چوکاټ کې، د ښځو چارو وزارت لپاره د ښځو د ځورونې د مخنيوي لارښود چمتو کړى، چې هغه يې د دولت نورو بنسټونو سره هم شريک کړى دى.

نوموړې د ناستې په دوام کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پر ادارې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ملي تدارکاتو د اعلان شوو بستونو له جملې يې چې ٨١ بستونه وو؛ يوه ښځه هم پر دنده ونه ګومارله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې