منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې لسګونو مېرمنو ته د سبزيجاتو د حاصل شنې خونې جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۶): په ننګرهار کې د کرنې وزارت له لوري د څلور نيم ميلیونه افغانيو په لګښت ۱۵۰ بېوزلو مېرمنو ته د سبزيجاتو د حاصل شنې خونې جوړېږي.

د ننګرهار د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، دا خونې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له خوا پلې کېږي، چې پنځو ولسواليو کې به جوړې شي.

د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي د مرغومي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سرخرود، بهسودو، کامې، ښېوې او دره نور ولسواليو کې مېرمنو ته د سبزيجاتو تولید په موخه د څلور ميليونه او شپږ نيم سوه زره افغانيو په لګښت د ۱۵۰ شنو خونو جوړولو کار پيل شو.

دی وايي، په دغو شنو خونو کې به د مېرمنو له خوا هر راز تازه سبزيجات کرل کېږي، چې پيل يې هم له ننګرهار څخه وشو.

ده زياته کړه، له یادو شنو خونو دودولو څخه يې موخه د غير موسمي فصلونو توليد دی، چې له امله به يې مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره او اقتصاد به يې پياوړی شي.

په ختیځ کې د باغدارې او مالدارۍ ملي پروژې مسوول انجنیر رحمت ګل سیرت وايي، له ياد پروګرام څخه موخه د مېرمنو په پښو درول او د کورنيو حاصلاتو لوړوالی دی.

هغه وويل، په راتلونکي کې به ياد پروګرام د ننګرهار نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

تر دې مياشت وړاندې هم ننګرهار کې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې پنځه سوه مېرمنو ته د چرګانو د روزنې واړه فارمونه جوړ شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه