منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۰ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خصوصي پوهنتونو مسوولينو او محصلینو د اعتراض په ډول د لوړو زده کړو وزارت دروازه وتړله

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو لسګونه استازو او محصلينو د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ دوه ګونى چلند او دوى ته د ډيپلوم نه وېش په غبرګون کې اعتراض وکړ او د لوړو زده کړو وزارت سړک يې د لنډمهال لپاره بند کړ.

ياد اعتراض کوونکي چې شمېر يې شاوخوا ٣٠٠ کسانو ته رسېده، د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو او د وزارت دروازه يې تړلې وه او ګواښ يې وکړ، څو چې د دوى غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړل شي نو د دغه وزارت دروازه به خلاصه نه کړي.

دغه راز دوى د "ډيپلوم زموږ حق دى او موږ ډيپلوم غواړو"، "موږ عدالت غواړو"، "له محصل بډې اخيستل شرم دى" شعارونه ورکول.

د لوړو زده کړو د يوه خصوصي پوهنتون استاد او اعتراض کوونکي واقف نوري د ياد لاريون موخه، د خصوصي پوهنتونونو او موسسو فارغينو ته د ډيپلوم نه وېش، له محصلينو بډې اخيستل او له خصوصي پوهنتونونو سره دوه ګونى چلند وباله.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د لوړو زده کړو وزارت چارواکو شاوخوا دوه کاله وړاندې د خصوصي پوهنتونونو محصلينو ته د ډيپلوم د وېش ژمنه ورکړې وه، خو دوى تر اوسه پورې پر خپلې ژمنې عمل نه دى کړى.

نوموړي، د لوړو زده کړو وزارت له لوري په لوړو زده کړو موسسو کې د نوي پوهنځي د پرانيستلو په موخه د ډېرو پيسو اخيستل هم د اندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه: "د نوو پوهنځيو د پرانيستلو لپاره بايد له ٣٠ زره تر سل زره ډالره پورې ورکړل شي؛ له هغه پرته د نوي پوهنځي د پرانيستې اجازه نه ورکول کېږي؛ بايد دغه ستونزه حل شي، له هغه پرته به دغه کار د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د پراختيا مخه ډپ کړي."

ياد اعتراض کوونکي له ولسمشر او لوړو زده کړو وزارته غوښتنه وکړه، څو په دې برخه کې له توپيري چلنده لاس واخلي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ستونزو ته لاسرسى وکړي.

د خصوصي لوړو زده کړو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي يوه محصل او اعتراض کوونکي احمد تسل هم وويل، هغه محصلين چې پخوا له خصوصي پوهنتونونو فارغ دي، تر اوسه يې خپل ډيپلومونه نه دي ترلاسه کړي.

هغه د لوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې خصوصي پوهنتونونو ته ژر تر ژره ډيپلومونه ووېشل شي، څو دندې ترلاسه کړي او خپل راتلونکي جوړ کړي.

نوموړي هم د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ له توپيري چلند اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "د دولتي پوهنتونونو محصلينو ته بورسونه ورکول کېږي، خو له بده مرغه د خصوصي پوهنتونونو محصلينو ته بورسونه نه ورکول کېږي."

د لوړو زده کړو وزارت وياندې عارفه پيکان، د فساد پر وړاندې مبارزه د هر هېوادوال دنده وبلله او ويې ويل، که چېرې له پوهنتونونو او يا لوړو زده کړو وزارت څخه د بډې اخيستو په اړه کوم شکايت ترلاسه کړي، نو د وزارت مشرتابه يې په جدي توګه څېړنه وکړي.

نوموړې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپيري چلند رد کړ او ويې ويل، د ډيپلوم ترلاسه کول د هر محصل مسلم حق دى، خو د لوړو زده کړو تحصيلي موسسو ته د ډيپلوم وېشلو په موخه يو کره ميکانيزم ته اړتيا ده.

هغې وويل: "ميکانيزم مشخص شوى او ډيپلومونه هم شته، راتلونکې اوونۍ به موږ په عملي توګه هغو پوهنتونونو ته د ډيپلوم د وېش لړۍ پيل کړو، چې د لوړو زده کړو له وزارت سره يې خپل معلومات شريک کړي، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته."

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د لوړو زده کړو ١٣٠ خصوصي پوهنتونونه او موسسې فعاليت کوي او له ١٧٦زره زيات محصلين په کې زده کړې کوي چې تر اوسه له يادو پوهنتونونو زرګونه کسان فارغ دي، خو ډيپلومونه يې نه دي ترلاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه