لښکرګاه (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۶): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ښوونکو د مياشتنۍ تنخوا د نه ورکولو غبرګون کې کاري اعتصاب کړى دى.
دغه ښوونکي چې شمېر سلګونو ته رسېده، د مرغومي په ١٣مه د ګرشک ولسوالۍ په ابوالفتح ښوونځي کې را ټول شوي وو.
له دې ډلې د عبدالحميد خان په نوم يوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.
هغه زياته کړه: ((د معاش د نه ورکولو په برخه کې رياست او مديريت دواړه موږ ته ډير کمزروي دليلونه وړاندې کوي چې زموږ قناعت يې پرې تر اوسه نه دى حاصل کړى.))
نوموړى وويل چې د دې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو له همدې امله په کاري اعتصاب لاس پورى کړى دى.
دغه راز بل ښوونکي جمعه ګل همت پژواک ته وويل: ((د ولسوالۍ د پوهنې مدير موږ ته وويل چې په بوديجه کې د کسر له امله نه شي کولاى زموږ د دوو مياشتو تنخوا راکړي چې دا ډېره ضعيفه خبره ده.))
ده تور پورې کړ چې د بوديجي د کسر مسئله نه ده، بلکې د اداري فساد له امله دوى ته تنخوا نه ورکول کېږي.
همت زياته کړه: ((استادان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، کور کې ناروغان لري، د کور کرايه ورکوي خو د درېيو مياشتو معاش يې تر اوسه نه دى ورکړل شوى.))
همدارنګه بل ښوونکي عبدالکريم وويل چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو کله نا کله يې امتيازات پوره او پر خپل وخت نه ورکول کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې څه باندې پنځه سوه ښوونکي دي چې په هره مياشت کې له هر ښوونکي څخه ٦٠ افغانۍ په غير قانوني ډول ګرځول کېږي.
د ګرشک د پوهنې مديريت يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې له ښوونکو څخه هره مياشت د دې لپاره په غير قانوني ډول ٦٠ افغانۍ اخيستل کېږي څو د پوهنې مديريت په اضافي کارونو کې ګټه ترې واخيستل شي.
يادو ښوونکو وويل چې د دوی د امتيازاتو تر ورکولو پورې به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
دغه ښوونکي داسې مهال کاري اعتصاب پیل کړ چې په ګرمو سيمو کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو لپاره يواځې څو ورځې پاتې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د ګرشک ولسوالۍ د پوهنې مدير محمد ناصر مير پژواک ته وويل چې په بوديجه کې د کسر له امله د ښوونکو تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
هغه وايي: ((دا زموږ مشکل نه دى، موږ هره مياشت راپور د پوهنې رياست او مستوفيت استوو، خو دا د هغوى مشکل دى چې وايي په بوديجه کې کسر دى.))
د مير د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې ٢٦ ښوونځي دي چې د شپږ زرو نجونو په ګډون ٢٥زره کسان په کې زده کړې کوي.
ده له ښوونکو غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو لپاره دې، نور خپل کاري اعتصاب پاى ته ورسوي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د پوهنې رياست سرپرست قدرت الله يعقوبي پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ مديريت پر وخت اسناد نه دي لېږلي نو ځکه د ښوونکو تنخوا ځنډېدلې ده.
ده وويل چې له ښوونکو سره خبرې روانې دي، څو خپل کاري اعتصاب پاى ته ورسوي او په نوي مالي کال کې به يې دغه پاتې پيسې هم اجرا شي.
د يادونې ده، هلمند کې دا مهال له ٤٠٣ ښوونځيو څخه، د نا امنۍ له امله سل يې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










