کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۶): د کندهار یو شمېر تاریخي ځایونه او ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې رغونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فضل الباري بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې له ۳۰ څخه ډېر تاریخي ابدات ثبت دي چې ځینې یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري.
دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج، سلیمان برج، میرهزار جومات او يو شمېر نور تاریخي ځایونه دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي، که پاملرنه ورته و نه شي نو له منځه به لاړ شي.
هغه د دغو تاریخي ابداتو له ډلې مینا برج، سلیمان برج، میزهزار جومات او نارنج ماڼۍ یاد کړل چې تر نورو ډېر له ګواښ سره مخ دي.
نوموړی چې له تېرو دوو نیمو میاشتو راهیسې پر دې دنده ټاکل شوی، وايي د تاریخي ابداتو د ساتنې او اړوندو نورو فرهنګي چارو د چټکتیا لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
بريالي وویل، په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو مسلکي ټیم کندهار ته راغلی و څو د کندهار د تاریخي ابداتو د ترمیم او ساتلو په موخه براورد وکړي.
دی وايي، دغه پلاوی بېرته مرکز ته ستون شوی او په دې اړه یې یو څوارلس مخیز راپور وزارت ته سپارلی دی.
ده غوښتنه وکړه چې د تاریخي ابداتو د ساتلو په موخه دې ژر اقدامات وشي.
نوموړي په دې برخه کې نارنج تاریخي ماڼۍ یاده کړه چې همدې سیمې ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د دې لرغوني ځای ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره یې مخ کړی دی.
د ده د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ راهیسې ځمکې غصب شوې، ان ځینو خپلو ځمکو ته قبالې هم جوړې کړي چې د وزارت یو صلاحیت لرونکی پلاوی یې باید د استملاک او خلاصون لپاره تصمیم ونیسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دې تر څنګ په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د خپلو نورو فعالیتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې تر دې مهاله د کندهار د موزیم د تاریخي اثارو پېژندنه نه وه شوې.
د ده په خبره، په دې موزیم کې تر ۸۰۰ تاریخي اثار شته چې د نه پېژندنې له امله سیلانیانو ته تشریح کېدای نشوای.
خو ده وویل، اړوند وزارت یو مسلکي پلاوی وګوماره چې له تېرو شلو ورځو راهیسې په کار بوخت دی او ټول تاریخي اثار یې ثبت او وپېژندل.
دی وايي، هڅه کوي دغه موزیم لا غني او د لیدو کتو وړ شي، څو له دې لارې عاید هم په لاس راوړي.
بریالي دغه راز د ریاست اړوند د ازادۍ مطبعې د بېرته فعاله کولو خبر هم ورکړ چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له فعالیته لوېدلې وه.
دی وايي، دغه مطبعه د ۴ سوه زره افغانیو په لګښت ترمیم شوې او د دې وړ ده چې طلوع افغان ورځپاڼه او کندهار میاشتنۍ مجله په کې پر وخت چاپ شي.
ده وویل، په دې موده کې په دې توانېدلی چې د سیاحتي شرکتونو اتحادیه جوړه کړي، د سیمه ییزو رسنیو د اصلاح په موخه جرګه ګۍ جوړه کړي، د لوی کندهار ادبي بهیر بېرته راژوندی کړي څو منظمې مشاعرې او نورې فرهنګي غونډې جوړې کړي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ځوانانو د وېښتیا په خاطر یې تر همدې سرلیک لاندې د علمي لکچرونو لړۍ را پیل کړې، دغه راز هڅه کوي د ایران او هند قونسلګریو سره خبرې کوي چې د موسیقۍ او هنر په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
ده دا هم وویل چې غواړي په کندهار کې ښځینه ادبي بهیر جوړ کړي څو مېرمنې هم وکولای شي فرهنګي فعالیت وکړي.
بریالي د مسلکي او تدریسي کتابونو ژباړې او چاپ ته هم ژمنتیا وښودله او ویې ویل ، دغه لړۍ به روانه ساتي.
نوموړي خبر ورکړ چې د مطالعې فرهنګ د عامېدو لپاره په ښار کې د ښاروالۍ په مرسته د کتابونو غرفې فعاله کوي.
ده وویل، راتلونکی نوی کال به د کندهار ښار په عینو مېنه کې پر ۱۰ زره جریبه ځمکه د یوه موزيم او عامه کتابتون د ودانیو جوړولو چارې پیل شي چې ٢،٥ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
دا ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، افکو کمپنۍ او د کندهار د شتمنو په ګډه پانګه جوړېږي.
دغه ودانۍ په پرمختللې بڼه جوړېږي چې هم به تاريخي اسعار په کې په سمه توګه خوندي شي او هم به د کتابونو د ساتلو او مطالعې لپاره ښه ځاى او چاپېريال ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










