منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تر راتلونکو دوه کلونو به پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه ٧٣ سلنې ته لوړه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) ترمنځ د اوبو رسولو دوه کلن پلان لاسليک شو، چې پر بنسټ به يې تر دوه کلونو پورې په کليو او بانډو کې يو ميليون او ٨٠٠ زره کسان پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسى پيدا کړي.

د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي د ياد پلان د لاسليک د مراسمو پر مهال وويل، د ياد پلان له مخې د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ زېږديز کلونو کې پر دې سربېره چې يو ميليون او ٨٠٠ کسان پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسى پيدا کړي؛ يو ميليون او ٥٠٠ زره کسان به په بېړني ډول له پاکو اوبو او حفظ الصحې برخمن شي.

نوموړي زياته کړه چې د اوبو رسولو او حفظ الصحې دوه کلن پلان د کليو او پراختيا، پوهنې او عامې روغتيا وزارتونو له لوري عملي کېږي، چې شاوخوا ٤٣ ميليون او ٢٩٥ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي، چې د "يونيسف" له لوري ورکول کېږي.

کريمي زياته کړه، د ياد پلان د بوديجې له جملې، ٢٢ ميليون او ٢٧٠ زره ډالره د ٢٠١٨ زېږديز کال لپاره ځانګړي شوي، چې اوسمهال يې ١٣ ميليون ډالره شتون لري، خو پاتې نهه ميليون او ٢٥٥ زره ډالر يونيسف لا نه دي ترلاسه کړي.

د کليو او پراختيا وزير وويل، دغه پروګرام په فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، زابل، اروزګان، خوست، پکتيکا، پکتيا، غزني، باميان، دايکنډي، کاپيسا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات، بادغيس او غور ولايتونو کې عملي کېږي.

هغه زياته کړه، د ياد پلان پر بنسټ د دوه کلونو په موده کې د مرکز او ولايتونو انجنيرانو د ظرفيت لوړلو په موخه د سروې او ډيزاين په برخه کې روزنيز پروګرامونه په پام کې نيول شوي او ټاکل شوې چې ياد پروګرامونه د اوبو رسولو رياست له لارې ترسره شي.   

د کليو او پراختيا وزير همدارنګه وويل، کليو او بانډو کې د ژورو څاه ګانو او اوبو رسولو شبکو، ښوونځيو او کلينيکونو جوړول؛ د ياد پلان بله برخه تشکيلوي.

هغه زياته کړه، د اوبو کيفيت د کنټرول په برخه کې به هم د ولايتونو د اوبو رسولو کارکوونکي حرفه يي زده کړې ترلاسه کړي، څو وکولى شي چې د ولايتونو په کچه د اوبو سرچينې مطالعه کړي او دغه راز د ياد دوه کلن پلان بل لومړيتوب د هغو بانډو او ولسواليو تر پوښښ لاندې راوستل دي؛ چې په کې د ماشومانو د ګوزڼ يا فلج پېښې تر سترګو شوې دي.

د کليو او پراختيا وزير د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال ٥٣ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسى لري چې تر راتلونکو دوه کلونو پورې به دغه اندازه ٧٣ سلنه ته لوړه شي.

افغانستان کې د يونيسف استازي اديل خضر په نننۍ ناسته کې د ياد دوه کلن پلان د لاسليک په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د يونيسف له مسووليتونو يو يې د ماشومانو خونديتوب دى.

هغه زياته کړه، ماشومان د حفظ الصحې حق لري او پاکو اوبو ته اړتيا لري چې په همدې موخه نن ورځ ياد پلان د کليو او پراختيا له وزارت سره لاسليک شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه