Language

د شمسي ورور: د کندهار د تېر کال پېښې پايلې موږ سره نه دي شريکې شوې

کندهار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶): په کندهار کې د ولایت مقام په مېلمستون کې د تېر کال د شوې خونړۍ پېښې د قربانیانو لومړی تلین په داسې حال کې ونمانځل شو چې د دغې پېښې د څېړنو پایلې لا تر اوسه په کره توګه نه دي په ډاګه شوي.

یو کال وړاندې (د مرغومي په ۲۱مه) د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي له څو تنو دیپلوماټانو سره دې ولایت ته راغلی و او د یوه دار الایتام د جوړولو د چارو له پرانیستلو وروسته د والي مېلمانه وو.

په دغه برید کې ټول ۱۳ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل وو.

په ټپیانو کې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي، د پخواني ولسمشر د کاکا زوی او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی او یو شمېر مخور او امنیتي کارکوونکي شامل وو.

خو د ټپیانو له ډلې هاشم کرزی چې د درملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی و، له پیښې ۶ ورځې وروسته د مرغومي په ۲۷مه ساه ورکړه، دغه راز د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي چې د درملنې لپاره خپل هېواد ته وړل شوی و، له پېښې ۳۶ ورځې وروسته د سلواغې په ۲۷مه ومړ.

نن په کندهار ولایت مقام کې د همدې خونړۍ پېښې په یاد غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار والي زلمي ويسا، مرستيال والي عبدالحنان منيب، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ویناوالو تر ډېره په دې پېښه کې د وژل شوي مرستیال والي عبدالعلي شمسي پر ژوند، شخصیت او کارونو خبرې وکړې او هغه یې یو زړه سواند او په کار پوه چارواکی وباله چې تشه به یې ژر ډکه نه شي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، عبدالعلي شمسي، هاشم کرزی، یما قریشي او شاه احمد سعید د هېواد رښتني بچیان وو چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ او تشه به يې تر ډېره ډکه نه شي.

هغه د عربي متحده اماراتو د ډيپلوماټانو یادونه هم وکړه چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و.

ويسا وويل، افغانان به هیڅکله د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې د هغوی مرستې هېرې نه کړي.

والي د دغه ډول تروریستي پېښو د مخنيوي او د تروریزم د له منځه وړلو لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.

login or register a new account.

Related Topics