کندهار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست په مرسته د کندهار په دوو ولسوالیو، ډنډ او دامان کې په نوې بڼه سبزیجات کرل کېږي چې د کمو اوبو په ورکولو سره ډېر حاصلات ورکوي.
یادې ادارې په دغو ولسوالیو کې پر کروندګرو د سبزیجاتو د تخمونو د وېش تر څنګ د ځمکو د لایزر لېولینګ او raised bed اوچتو بسترونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په نوې بڼه د سبزیو کرلو لړۍ د ډنډ او دامان ولسوالیو پر هغو ۳۰۰ کروندګرو پیل شوې چې موده مخکې ورته د کندهار د امنیه قوماندان له خوا په سولر برېښنا سمبال ژورې څاه ګانې وکیندل شوې.
د کندهار امنیه قوماندان څو میاشتې مخکې په دغه ولایت کې له بېوزلو کروندګرو سره د ژورو څاه ګانو د کيندلو او له هغو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستلو په برخه کې د مرستې یوه لړۍ پيل کړې وه.
د ۱،۲ میلیونه ډالرو په لګښت دغه څاه ګانې د ډنډ او دامان ولسوالیو د هغو بې وزلو ګروندګرو لپاره وکیندل شوې چې د اوبو د نشتوالي له امله یې کرنیزې ځمکې شاړې پاتې وې.
پر دغو څاه ګانو د لمریزې برېښنا سیستم نصب شوی چې په وسیله یې په ډېرې اسانۍ اوبه را ایستل کېږي او پر ځمکو لګول کېږي.
د کرنې رییس وايي، پر همدغو کروندګرو یې د سبزیجاتو ۶ ډوله تخمونه وېشلي چې په کې د رومیانو، بېنډیو، ګلپیو، بانجانو، توریو او هوږې تخمونه شامل دي.
سيدي وویل، د دې تر څنګ د دغو کروندګرو لپاره نمایشي قطعې جوړېږي، ځمکې یې د لایزر لېولینګ په سیستم کرنې ته اماده کېږي او د اوچتو بسترونو raised bed په نوي مېتود په کې سبزیجات کرل کېږي.
د نوموړي په خبره، په دې لړ کې په ۱۲۵ جریبه ځمکه په ډنډ او ۱۲۵ جریبه ځمکه په دامان کې په پام کې نیو
ل شوې چې د لایزر لېولینګ په سیستم کرنې ته چمتو شي.
سيدي وايي، دا چې په کندهار کې اوبه کمې دي، کروندګر کولای شي له دغه نوي مېتود څخه په کار اخیستو کمې اوبه ولګوي او ډېر حاصلات تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې باغدارۍ او مالدارۍ ډېره وده کړې، خو د سبزیو کرلو هغسې وده نه ده کړې چې اړتیا ده.
دی وايي، همدا اوس په کندهار کې د اړتیا وړ سبزیجات له ګاونډیو هېوادونو او یا نژدې ولایتونو څخه راځي.
ده هیله وښوده چې په نوي مېتود د سبزیو کرلو دغه لړۍ به کرار کرار نورو ولایتونو ته هم وغځول شي او دغه ولایت به د مېوو تر څنګ د سبزیو پراخ محصولات ولري.
د کرنې رییس یادونه وکړه چې په نورو ولسوالیو کې هم د کرنې د ودې پروګرامونه روان دي چې په کې د ۳۳ کانالونو جوړول، پر کروندګرو د غنمو د ۶۰۰ متریک ټنو تخم وېش، د پستې انارو او نورو مېوو د باغونو او نمایشي قطعو جوړول شامل دي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، ولایتي اداره ژمنه ده چې په ټولو ولسوالیو کې د متوازنې پرمختیا له مخې کرنې ته وده ورکړي.
هغه دا نوې پیل شوې لړۍ ګټوره وبلله او ویې ویل چې هڅه کوي د کروندګرو محصولاتو ته د بازار په موندلو کې مرسته وکړي.
د ډنډ او دامان ولسواليو اوسېدونکي او کروندګر د دې اقدام ستاینه کوي او وايي، د غربت او بې وزلۍ له امله ډېرو کروندګرو نه شوای کولای خپلې شاړې ځمکې ابادې کړي او د اوبو غم یې وخوري.
د ډنډ ولسوالۍ د ده باغ سیمې یوه کروندګر نظر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د څاه ګانو له کیندلو، د تخمونو له وېش او په نوي مېتود د هغو له کزلو سره به کروندګر وکړای شيد سبزیو د محصولاتو په ډېرولو کې ونډه واخلي.
دی زیاتوي، کندهار ته د اړتیا وړ سبزي له پاکستانه را واردېږي، خو د دغه نوي اقدام له لارې به خلک د دې جوګه شي چې خپلې اړتیاوې په کور دننه پوره کړي او پر نورو هېوادونو تکیه کمه شي او دغه راز نورو لایتونو ته یې هم صادر کړي.
د یادونې ده، د کندهار د اوو ولسوالیو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه له دهلې بند څخه خړوبېږي خو ستونزه دا ده چې دغه بند اوس مهال له ٤٠ سلنه رسوباتو ډک شوى دی.
مخکې په دغه بند کې شاوخوا ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.
دا چې د کندهار له ۸۰ سلنه د ډېرو خلکو ژوند پر کرنه ولاړ دی، نو تل له دولت څخه د دغه بند د دېوالونو د لوړولو او په نورو ولسوالیو کې د بندونو د جوړولو غوښتنه کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










