کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): ولسمشر غني د ٢١ ولايتونو د پوهنې له نويو رييسانو وغوښتل چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي.
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پوهنې وزارت کې د سي بي ار پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي ريیسان وټاکل شول.
سرچينه کاږي، دغو ريیسانو نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او رسماً خپلو دندو ته معرفي شول.
سرچينه زياتوي، ولسمشر له دې ريیسانو وغوښتل، چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي او دا په پام کې ولري، چې دنده یې تر ټولو مهمه او حیاتي ده.
نوموړي یادو کسانو ته د توفیق هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې د معارف کیفیت یې باید د چارو په سر کې قرار ولري.
اشرف غني له نویو معرفي شویو کسانو دا هم وغوښتل، چې ۱۳۹۷ کال به د معارف د حشر د کال په نامه نومول کېږي او دې ته دې تیار وي، چې په دې کال کې څومره اغېزناک کارونه کولی شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم له نویو ټاکل شویو ريیسانو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د هېواد ستونزو، دردونو او کړاوونو ته په کتو داسې کار وکړي، چې یواځې د لوی الله (ج) رضا او د دې ولس خدمت یې هدف وي.
ده له خپلو نویو همکارانو وغوښتل، چې په پوره جدیت سره چارې همغږې، اصلاحات پلي او کارونه منظم کړي.
نوموړي د وزارت د رهبرۍ په استازولي نویو ريیسانو ته ډاډ ورکړ چې د چارو د سمون په برخه کې هر ډول ملاتړ ورسره دی او اسانتیاوې به ورته برابرېږي.
د پوهنې ریاستونو ته نویو معرفي شویو کسانو هم ژمنه وکړه، چې په پاک نیت به چارې پر مخ بیايي او له دې امله، چې دې برخې ته په یوه سپېڅلې روحیه راغلي، د ناوړه چارو او کړنو مخه به نیسي.
په خبرپاڼه کې د ولایتونو لپاره نوي معرفي شوي دا کسان ښودل شوي دي:
- ذکریا رحیمي، زده کړې ماسټر، د بادغیس ولایت لپاره
- محمد عظیمي، لیسانس، د فراه ولایت لپاره
- احمد ضمیر ګوارا، ماسټر، د هرات ولایت لپاره
- عبدالله حمیدي، ماسټر، د لغمان ولایت لپاره
- نصرالله زاهد، لیسانس، د زابل ولایت لپاره
- محمد داود شاه صفاري، ماسټر، د هلمند ولایت لپاره
- حسیب الله شینواری، ماسټر، د ننګرهار ولایت لپاره
- سمیع ادبیار، ماسټر، د تخار ولایت لپاره
- عبدالمتین سروري، ماسټر، د سمنګانو ولایت لپاره
- رحمت الله سیرت، لیسانس، د دایکنډي ولایت لپاره
- عبدالعلیم عیار، ماسټر، د کاپیسا ولایت لپاره
- سید عزیز احمد هاشمي، لیسانس، د کابل ولایت لپاره
- محب الرحمن انصار، ماسټر، د غزني ولایت لپاره
- مجیب الرحمن همدرد، ماسټر، د کونړ ولایت لپاره
- حبیب الله سباوون، ماسټر، د کابل ښار لپاره
- کوچی ځاځی، لیسانس، د پکتیا ولایت لپاره
- روح الله محقق، ماسټر، د بدخشان ولایت لپاره
- محمد امین حماد، ماسټر، د نورستان ولایت لپاره
- عبدالرحمن الفت، ماسټر، د کندهار ولایت لپاره
- محمد سعید منصور، ډاکټر، د میدان وردګو ولایت لپاره
- ایوب اروین، ماسټر، د بامیانو ولایت لپاره
بايد وويل شي چې د پوهنې وزارت د پاتې ١٣ ولايتونو لپاره د پوهنې د نويو رييسانو د ګومارنې په اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










