کابل(پژواک،۲۶مرغومی۹۶): د افغانستان د کرنې وزارت د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د ودې په موخه، د امريکا د پراختيايي ادارې په مالي مرسته د هېواد په څلورو لوېديځو ولايتونو کې درې کلن پروګرام پيل کړ.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني نن په کابل کې د " افغانستان په لوېديځ کې د ارزښتمنو کړيو د پيا وړتيا پروګرام" تر عنوان لاندې د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې ددغه پروګرام موخه، د غنمو او ارزښتمنو نباتي او مالدارۍ محصولاتو پيا وړتيا او د نړۍ بازارونو ته ددغو محصولاتو لار موندل دي.
هغه زياته کړه چې دغه پروګرام د درې کلونو لپاره دی چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان(FAO) له خوا د کرنې وزارت په همکارۍ په فراه، بادغيس، نيمروز او هرات ولايتونو کې د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې په ۱۹ميليون ډالري مالي مرستې سره پيل او تطبيقېږي.
نوموړي وويل چې د ياد شوي پروګرام له خوا، بزرګرانو ته لازمه روزنه ور کول شي او دغه راز نوې ټکنالوجي به ور ته معرفي شي او د سړو خونو په ګډون به لازمې اسانتياوې ورته برابرې شي.
دراني دغه راز وويل چې پر پروسس کوونکو هم کار کېږي چې ياد شوي محصولات په سټنډرډ ډول پرسس کړي، څو په نړيوالو بازارونو کې ومنل شي.
په افغانستان کې د امريکا د پراختيايي ادارې مشر، هيربي سميټ ( Herbie Smith) په نننۍ ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د کرنې وده، ددغه هېواد د پر ځان بسنې لامل ګرځي او له همدې امله له کرنيزو پروګرامونو څخه ملاتړ ددوی د ادارې د مرستو په لومړيتوب کې ځای لري.
هغه وويل چې ددغه پروګرام موخه، د کرنيزو توليداتو زياتېدل او نړيوالو بازارونو ته يې د لارې موندل دي.
نوموړي وويل چې ددغې پروژې له لارې د پروسس کوونکو او ارزښتمنو کرنيزو محصولاتو د سوداګرو په ګډون د خصوصي برخې له همکارانو سره کار کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې ډېری افغان بزګر کولی شي چې خپل محصولات په ښه بيه وپلوري، د خپلو کورنيو د اړتيا وړ خوراکي توکي برابر کړي او د خپلو ماشومانو له زده کړو څخه ملاتړ وکړي.
د امريکا د پراختيايي ادارې په اعلاميه کې چې يوه کاپي يې پژواک ته را استول شوې راغلي چې واړه اومتوسط شرکتونه، د لومړنيو توکو او خصوصي خدمتونو برابرونکي، د کرنيزو محصولاتو سوداګر، ژرندګړي، پروسس کوونکي او توليدونکي به د يادې شوې پروژې څخه برختمنېدونکي وي.
سرچينې ليکلي، په ټول کې د هېواد په لوېديځ زون کې د کرنيزو فارمونو کابو ۴۰زره خاوندان او ۵۷۰۰ بزګرو کورنۍ به له يادې شوې پروژې څخه برخمنې شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان مشر توميو شيچيري(Tomia Shichiri) په دغه غونډه کې وويل چې د ياد شوي پروګرام له لارې به د بزګرو او پروسس کوونکو وړتياوې لوړې شي.
هغه زياته کړه چې ددغه پروګرام له لارې، هغه واړه او متوسط شرکتونه چې د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس برخې کې کار کوي، هم ملاتړ کېږي څو خپلې وړتياوې لوړې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










