کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د پاکستان نږدې دوو زرو ديني عالمانو په يوه ګډه فتوا کې ترهګري او ځانمرګي بريدونه حرام اعلان کړي دي.
دغه هر اړخيزه فتوا چې په کتابي بڼه جاري شوې، پرون په اسلام اباد کې د سلګونو علماوو، د پاکستان د ولسمشر، يو شمېر وزيرانو او د مذهبي ډلو د مشرانو په شتون کې اعلان شوه.
په یاد کتاب کې راغلي چې دغه فتوا د پاکستان په بېلابېلو ديني مذهبي ډلو پورې اړوند ١٨٢٨ علماوو له خوا جاري شوې او هغوى پرې لاسليکونه کړي دي.
په دې فتوا کې راغلي چې ځانمرګي بريدونه، سختدريځي او د خلکو وژل په ځمکه کې له فساد سره برابر دي او د دې ډول ډلو او خلکو پر وړاندې اقدامات کول د دولت حق ګڼل شوى دى.
په فتوا کې راغلي: ((د جهاد حکم يواځې دولت ورکولى شي او څوک چې په شخصي توګه دا کار کوي، هغوى باغيان دي.))
دغه راز د پاکستاني علماوو په دې فتوا کې راغلي چې ترهګرۍ ته خلک هڅول، ځانمرګو بريدونو ته خلک تيارول، روزنه ورکول او بيا ترسره کول یې، د اسلام د لارښوونو خلاف او عملي کوونکي يې باغي دي.))
د سلګونو علماوو يادې غونډې ته د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي چې حکومت د دې فتوا ملاتړ کوي او دا يې يو مثبت اقدام بللى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










