کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶): د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر وايي، هېواد یې د کندهار لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د اندونیزیا سفیر عارف الرحمن دغه څرګندونې د مرغومي په ٣٠مه، کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د والي، د ولایتي شورا له غړو او نورو چارواکو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل، اندونیزیا تل له افغانستان سره په فرهنګي، تعلیمي او نورو برخو کې مرستې کړي او دا لړۍ به روانه وي.
هغه خبر ورکړ چې دا ځل یې هېواد پلان لري چې د یوه تاریخي ولایت په توګه له کندهار سره د پوهنې، روغتیا، بیارغونې، سوداګرۍ او نورو برخو کې مرستې وکړي.
ده وویل، په دې لړ کې یوازې د کندهار لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسونه په پام کې نیول شوي چې هغوی ته به د لوړو زده کړو ښه امکانات برابر کړای شي.
دغه راز سفیر یادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ د پراختیا په موخه هم هڅې پیل کړي او ډېر ژر به د جاکارتا او کابل تر منځ الوتنې هم پيل شي.
عارف الرحمن د یوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه وویل، اندونیزیا دې ته لېواله ده چې د افغان سولې په برخه کې د یوه اسلامي هېواد په توګه خپل رول تر سره کړي.
خو هغه په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل.
د کندهار والي زلمي ویسا دې ولایت ته د اندونیزیا د سفیر سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، د کندهار ولایتي اداره غواړي د زده کړې، بیارغونې او سوداګرۍ په برخو کې د دغه هېواد پاملرنه جلب کړي.
هغه کندهار ته د ۵۰۰ تحصیلي بورسونو پر ورکړه خوښي وښودله او غوښتنه یې وکړه چې د اندونیزیا حکومت دې افغان محصلینو ته زده کړې ښه امکانات چمتو کړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، اندونیزیا کولای شي د ګڼو نورو مرستو تر څنګ په افغان سوله کې جوت کردار تر سره کړي چې د ټول افغان ولس اړتیا او غوښتنه ده.
هغه دغه راز د اندونیزیا له سفیر څخه وغوښتل چې دغلته دې په دیني او ټولنیزو برخو کې مرستې وکړي او د یو شمېر لویو جوماتونو لکه د عمر بن خطاب جامع جومات چې د جوړولو چارې یې نیمګړې پاتې دي، د جوړولو لپاره مرسته وکړي.
login or register a new account.