منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جزا په نړيواله محکمه کې د افغان خبريالانو پروړاندې د تاوتريخوالي لسګونه موردونه ثبت شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل(پژواک،۲سلواغه ۹۶): د رسنيو او خبريالانو يو مدافع بنسټ وايي چې د خبريالانو او د رسنيو د کار کوونکو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۰قضيې چې په وروستيو ۱۵کلونو کې په افغانستان کې رامنځ ته شوې دي، د جزا په نړيواله محکمه کې ثبت شوې دي.

د نی دفتر اجرايي مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې په دې اړه يوې خبري غونډې ته خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۰موردونه چې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو ژوند له لاسه ورکول، ټپي کېدل، اختطاف او دوی لپاره د وېرې رامنځ ته کېدل په کې شامل دي، د بشريت او جنګي جنايتونو په توګه د جزا په نړيواله محکمه کې ثبت شوي دي.

د خلوتګر په وينا، دغه قضيې له ۱۳۸۲لمريز کاله تر اوسه د طالبانو، داعش او حقاني شبکې له خوا رامنځ ته شوې چې  په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو د وژل کېدو ۴۸ موردونه، د ټپي کېدو ۷۲ موردونه، د اختطاف ۱۵ او د ډار او ګواښ ۵۳موردونه په کې شامل دي.

د جزا د نړيوالې محکمې (International Criminal Court / ICC)د اساس نامې د پنځمې مادې له مخې، دغه محکمه واک لري چې هغو مهمو جرمونو ته رسيدګي  وکړي چې د نړيوالې ټولنې د اندېښنې لامل ګرځي. په دغو جرمونو کې نسل وژنه، بشري او جنګي جنايتونه شامل دي.

د نی اجرايي مشر وويل چې دغه ارګان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازندويه دفتر څخه هم غواړي چې په افغانستان کې د بيان ازادۍ څخه د ملاتړ او عدالت د پرځايښت لپاره په عدالت غوښتنه کې همکاري وکړي.

عبدالمجيب خلوتګر د يادې شوې خبري غونډې په دوام کې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د محدوديت په اړه د بېلګې په توګه وويل چې د کابل پر انټر کانټيننټال هوټل د طالبانو له ځانمرګو بريدګرو له بريد څخه تر ۴۸ساعته ډېر وخت تېر شوی، خو رسنۍ تر اوسه د هغه څخه په اړه جزييات نه لري چې د ياد شوي هوټر پر کار کوونکو اومېلمنو تېر شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دې پېښه کې ۶ ولسي کسان وژل شوي، ۹نور ټپيان د ي، خو د کام اير هوايي شرکت يوې سرچيڼې وويل چې په ياده پېښه کې ددوی لږ تر لږه ۱۱ کار کوونکي وژل شوي او يو شمېر لا درکه دي چې پيلوټان او د الوتکې خدمت کوونکي په کې شامل دي.

د نی دفتر مشر دغه راز په غور ولايت کې پر عدالت غږ راډيو د بريد په  اړه هم اندېښنه په ډاګه کړه.

د نوموړي په وينا، د يادې شوې راډيو ودانۍ چې له يوې امنيتي پوستې سره نږدې موقعيت لري سوځول شوې ده، خو تر اوسه ددې کار عاملين نه دي نيول شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور