منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د کرنیزو توکو د بسته بندۍ ۱۲ مرکزونه جوړیږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): په هرات کې د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ او پروسس ۱۲ مرکزونه چې هر یو یې د دوه متریک ټنه کرنیزو توکو د پروسس ظرفیت لري، جوړیږي.

دغه مطلب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، راغلى دى.

سرچينه کاږي، د دغو مرکزونو چې د کرنې وزارت د کلیو د کرنې د دوامدارې پراختیا د برنامې له خوا جوړیږي، له جوړولو څخه يې موخه  په هرات ولایت کې د کرنیزو توکو د صادراتو ښه کول دي.

سرچينه زياتوي، د کرنیزو توکو د بسته بندۍ د دغو مرکزونو په جوړولو یو میلیون افغانۍ لګښت راځي، چې دغه پروژه د کلیو د کرنې د دوامدارې پراختیا «SARD» له خوا پلې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنیزو توکو د پروسس او بسته بندۍ مرکزونه د بزګرانو د محصولاتو د پراختیا او د کلیوالو بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه