کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): په کابل کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ځايي پوليسو له خوا د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسيد فاتحه واخيستل شوه.
نقيب الله مسيد (محسود) چې د شمالي وزيرستان اوسېدونکى و، خو په دې وروستيو کې یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کاوه.
د راپورونو له مخې، شاوخوا درې اوونۍ مخکې پولیسو په کراچۍ ښار کې له يوه دوکان څخه یووړ او دوه اوونۍ وروسته يې مړى ومومندل شو.
د کراچۍ پوليسو ادعا کړې وه چې هغه ترهګر و او له پوليسو سره په يوه نښته کې وژل شوى، خو وروسته معلومه شوه چې پوليسو دروغ ويلي دي.
د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې د څېړلو امر کړى، د هغې سيمې د پوليسو مشر يې له دندې ګوښه کړى چې پر امر يې نقيب مسيد له دوو نورو کسانو سره وژل شوى دى.
د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د وزيرو، مسيدو، ورمړو قومي شورا او د افغانستان د وروڼو قومونو له خوا د سلواغې په ٣مه په کابل کې د نقيب مسيد فاتحه واخيستله.
په دې مراسمو کې د یاد وزارت او قومونو استازو، غړو، د بېلابېلو مدني ټولنې غړو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.
د فاتحې د دغو مراسمو يوه تنظيموونکي انجنير حمدالله وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وزيرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملياتو وروسته د نورو وزيرو کورنيو تر څنګ د نقيب الله مسيد کورنۍ هم کراچۍ ته کډه شوه.
هغه زياته کړه چې نوموړي په کراچۍ ښار کې شخصي کاروبار لرلو او په دې وروستيو کې يې پلان درلود چې د رختونو کاروبار پيل کړي.
د نوموړي په وينا، نقيب مسيد د لوى افغانستان او دپښتنو د يووالي لپاره کار کولو چې له همدې امله د پاکستان استخباراتو دپو ليسو په مرسته هغه ووژلو.
وزير وايي، دا چې پر هغه د ترهګرۍ تور پورې شوى، د پاکستان استخبارات او پوليس په دې اړه هېڅ ډول اسناد او شواهد نه لري.
د لوى افغانستان ولسي ګوند مرستيال ميوند ارش چې د فاتحې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې نقيب مسيد يو پوهيالى، فعال هڅاند پښتون ځوان و، چې د پاکستان د استخباراتو د سترګو ازغى شوى و.
نوموړي هم پر نقيب مسيد د ترهګرۍ تورونه رد کړل او ويې ويل چې پاکستان دې شواهد او اسناد رسنيو او خلکو ته وړاندې کړي.
د مسيدو قومي اسلامي شورا مرستيال قادر خان مسيد پژواک ته وويل چې نقيب مسيد د پښتو د وجود او تن برخه وه او دهغه وژنه لويه غميزه ده .
هغه زياته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دوه مخيزه پاليسې پر مخ وړلې ده او د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ يې توپير کړى دى.
د فاتحې د مراسمو په پاى کې يوه لس ماده پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې د نقيب وژنه غندل شوې او د دې پېښې د جدي څېړنې او د قاتلينو د محاکمې غوښتنه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










