منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د نجونو لپاره لیلیه جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د افغانستان امريکايي پوهنتون کې د نجونو محصلینو لپاره نوې ليليه جوړه او نن پرانيستل شوه.

د امریکا نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا د سلواغې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لیلیې دغه ودانۍ نن په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان باس، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې مرستیال ريیس ګریګوري هوګړ او د افغانستان امریکايي پوهنتون د سوابقو د ثبت مسوولې جولي بارکر هالنډ له خوا پرانيستل شوه.

سرچينه کاږي، د پروموټ تر نامه لاندې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د جنسیت برابرۍ او د ښځو پیاوړتیا پروژې په مرسته دغه لیلیه د دې لپاره جوړه شوه، څو ښځینه محصلینو ته د استوګنې او زده ‌کړو امن او خوندي چاپېریال په چمتو کولو سره نورې نجونې یاد پوهنتون ته جذب کړي.

سرچينه زياتوي، دغه لیلیه په ۳۰۰۰ متره مربع ځای او درېیو پوړونو کې په عصري بڼه جوړه شوې چې د ۲۰۰ محصلینو د ځایېدو تر څنګ د مطالعې او ناستې ولاړې ځای او اداري خونې هم لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه