کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د پوهنې وزارت وايي، د هغو ټولو پروژو قراردادونه یې مسترد کړي او بيا یې اعلان ته وړاندې کړې چې په داوطلبۍ کې يې يوه يا دوو شرکتونو ګډون کړی و.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند محمد کبير حقمل د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه سرپرست وزير ابراهيم شينواري کړې ده.
هغه زياته کړه، دا پروژې له دې امله مشکوکې دي چې په هېواد کې د دومره شرکتونو په شتون کې بيا هم يوه يا دوو شرکتونو په داوطلبۍ کې ګډون کړى و.
د پوهنې سرپرست وزير شينواري ژمنه کړې چې له دې وروسته به د وزارت په تدارکاتي پروژو کې پوره روڼوالی رامنځته شي.
نوموړي شرکتونو ته ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به حق حقدار ته سپارل کېږي او هغه شرکت ته به پروژې ورکول کېږي چې معيارونه يې پوره کړي وي.
د پوهنې وزارت وياند په دې اړه نور معلومات ورنه کړل چې دا کومې پروژې دي او کومو شرکتونو ته يې قراردادونه ورکړل شوي وو.
login or register a new account.