هرات (پژواک،٥ سلواغه ۹۶): يوه سړي زه هره ورځ تعقيبولم او راته ويل يې چې که هر شي ته اړتيا لرې، درکوم يې، تر دې چې زه يې په چل او دوکې سره خپل کور ته بوتلم او تېرى يې راباندې وکړ.
د انساني قاچاق او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د قانون په لومړۍ ماده کې راغلي چې د ناوړه استفادې په موخه د ماشوم په واک کې راوستل، انساني قاچاق ګڼل کېږي.
دغه راز د انساني قاچاق او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې په زور، چل، دوکې، اختطاف،ګواښ او ځواک يا د زور له نورو لارو، د ګټې اخيستنې په موخه د شخص استخدام، لېږدول، يا ساتل (تر واک لاندې راوستل) انساني قاچاق ګڼل کېږي.
يو شمېر ماشومان د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولايتونو کې له کثافاتو د توکو پر راټولولو بوخت دي.
۱۲ کلن جواد (مستعار نوم) چې د هرات ولايت اصلي اوسېدونکی دی، يو له هغو کسانو دی چې د خپل ځان او کورنۍ د اړتياوو برابرولو لپاره يې له کثافاتو د توکو راټولولو ته مخه کړې ده.
د پژواک خبريال په ډېرو هڅو سره وتوانېد چې جواد مرکې کولو ته راضي کړي.
جواد چې زړې او چټلې جامې يې پر تن وې، په خپلو چټلو لاسونو يې د کثافاتو شلېدلې او پيوند شوې بوجۍ نيولې وه، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې د کورنۍ له خوا اړ شوی چې د پيسو ترلاسه کولو لپاره له پارکونو او واټونو کثافات راټول کړي.
نوموړی د نوشابې او معدني اوبو، غير الکولي څښاکو بوتلونه او د رُب قطي او پلاستيکونه راټولوي او وروسته يې د هرات د سپينې اډې په سيمه کې هر څلور کيلو په ۵۰ افغانۍ پلوري.
جواد خپله کيسه پيل کړه او ويې ويل: “سهار وختي له کثافاتو څخه د توکو راټولولو لپاره د باندې ځم، يوه سړي له څو ورځو را په دې خوا تعقيب کړی وم، نږدې راته او راته ويل چې که هر څه ته اړتيا لرې، زه يې درکوم، جامې وغواړې، ډوډۍ يا پيسې، هر څه چې وغواړې زه دې په خدمت کې يم.”
هغه زياته کړه: “درې مياشتې وړاندې يوه ورځ ډېر وږی وم او د همدې سړي دروازه مې وټکوله او د دروازې شا ته يې وويل څوک يې؟ ما وويل وږی يم، لږ ډوډۍ غواړم. دغه سړي دروازه راته خلاصه کړه او زما په ليدو ډېر خوشاله شو، ويې ويل راځه ډوډۍ درکوم، زه يې د کور دننه بوتلم او وريجې او غوښه يې راکړل او ويې ويل، هر وخت چې وږی شوې، دلته راځه. د ډوډۍ له خوړلو وروسته مې غوښتل چې ولاړ شم، خو دغه کس اجازه را نه کړه، زه يې په زور يوې تاکاوۍ ته بوتلم، هر څومره عذر او زاری مې چې وکړې، وا يې نه ورېدې او پر ما يې تېرى وکړ.”
جواد په خپله ماشومانه ژبه دغه خبرې په داسې حال کې بيانولې چې په څېره کې يې د هغه تېري کوونکي سړي څخه ډار او کرکه ليدل کېده.
هغه زياته کړه: (( ده سړي راته وويل که چاته دې وويل چې دې ما سره دا بد کار کړى، حتمن دى وژنم.))
جواد وويل چې پر ده د جنسي تېري په اړه يې له کورنۍ پرته بل څوک نه دي خبر او پوليسو ته يې هم شکايت نه دی کړی.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که پوليسو ته شکايت وکړم، ښايي ستونزې مې لا ډېرې شي.”
خو نوموړی هيله لري چې درس ووايي او په راتلونکي کې پوليس شي او د ماشومانو د ځورولو مخه ونيسي.
نوموړي نور نه غوښتل چې خبرې وکړي او د خپل کور او د هغه تېري کوونکي شخص د کور پتې له ورکولو يې ډډه وکړه.
جواد د جنسي تېري يوازېنی قرباني ماشوم نه دی، ډېر داسې ماشومان شته په خپلو وړو زړونو کې يې د تېري ستر رازونه پټ ساتلي دي او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره په واټونو کې سرګردانه ګرځي.
پر ماشومانو د درنو کارونو ترسره کول او اوس جنسي تېري او ځورول، د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست د چارواکو پر جدي اندېښنې بدل شوي دي.
د هرات ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو مشر عبدالقيوم افغان وويل چې په ياد ولايت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې شته او دې موضوع دوی سخت اندېښمن کړي دي.
هغه زياته کړه: “پوليس موږ ته د جنسي ناوړه ګټه اخيستنې په اړه خبر راکوي، بايد ووايم چې دغه ښکارنده شتون لري او موږ د دې پېښې په اړه اندېښمن يو.”
له بلې خوا د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې له دوی سره د روان کال له پيله تر اوسه پورې پر ماشومانو د جنسي تېري او جنسي تېريو د تورونو ۹ موارد ثبت شوي چې په تړاو يې ۱۰کسان نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو کسانو دوسيې د لا ډېر تعقيب په موخه څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
خو د هرات د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالحق احمد وويل چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په دې اداره کې پر نارينه ماشومانو د جنسي تېري تر لس ډېرې پېښې ثبت او دوسيې يې محاکمو ته سپارل شوې دي.
په هرات کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ پروژې دفتر يوې مسوولې سوسن رحماني وويل چې د بچه بازۍ او پر ماشومانو د جنسي تېري موضوعات د دوی د فعاليت لومړيتوب دی.
خو نوموړې زياته کړه چې په دغه ولايت کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو دقيق شمېر نه دی معلوم، خو دوی په تېر يو کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري له ۵۰ تر ۶۰ قضيې ثبت کړې دي، چې ډېری دغه پېښې د ښار په چاپېر، پارکونو، هوټلونو او له مسافر خانو سره نږدې رامنځته شوې دي.
مېرمن رحماني وويل، ډېری جنسي تېري له ۱۲ تر ۱۵ کلنو پر هغو ماشومانو ترسره شوي چې په واټونو کې کار کوي.
په ورته وخت کې د هرات د بشري حقونو د سيمه ييز کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي وويل: “تر ډېره هڅه کېږي چې د جنسي تېري پېښې پټې وساتل شي، خو له بده مرغه دا زموږ د ټولنې شته واقعيت دی.”
په هرات کې د کډوالو د قاچاق او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې کمېسيون سکرتر او راپور ورکولو مسوول او عدليې مشر غلام محمد رحماني وويل چې په ياده اداره کې پر ماشومانو د شوو جنسي تېريو په اړه مشخص شمېر او راپور نه دی ثبت شوی.
هغه زياته کړه: “شک نشته چې د جنسي تېري څو پېښې رامنځته شوې او کسان څارنوالۍ او عامه محاکمو ته [ معرفي شوي] او د يادې موضوع په اړه بنديان شوي او دغه مسئله شتون لري.”
د هرات د عدليې رييس دغه راز وويل: “له ماشومانو هر ډول ګټه اخيستنه چې اوس په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي، که په موضوع کې د ګټې اخيستنې عنصر شامل وي، انساني قاچاق دی.”
په ورته وخت کې په هرات کې ارواپوهان وايي چې جنسي تېری تر ټولو بد تاوتريخوالی او ناوړه جرم دی چې د دې ډول جرمونو پر قربانيانو د دې اغېزې تر کلونو پاتې کېږي او هېڅکله يې له ياده نه وځي.
په هرات کې د محمد تقي محمدي په نامه يوه اروا پوه وويل، هغه ماشومان چې جنسي تېرى پرې کېږي، لومړنۍ پايله يې وېره او ډار دی؛ ځکه چې دغو ماشومانو عمر کم دی، ټول احساسات يې له ځان سره ساتي او دغه کار ډېر سخت زيانونه لري.
هغه زياته کړه: “جنسي تېری د ماشومانو پر شخصيتي ودې بده اغېزه کوي او هغوی کې ګوښيتوب، بد خويي، پر نفس د باور کمزورتيا رامنځته کوي او پر نړۍ او خلکو د دوی ليدلورى تياره کوي.”
|
د هرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد عبدالمجيد صميم، د اسلام له نظره پر ماشومانو د تېري په اړه وايي چې پر لويانو او ماشومانو جنسي تېری حرام دی.
نوموړي زياته کړه: “پر نارينه ماشومانو تېري ته لواطت ويل کېږي چې فقها يې په اړه متفاوت ليدلوري لري. ځيني وايي چې تېري کوونکى کس دې له لوړ ځايه را وغورځول شي او ځيني فقها وايي چې دا ډول کسان دې تر دېوال لاندې شي، خو ډېری فقها پر دې نظر دي چې لوطي شخص بايد اعدام شي.”
له بلې خوا ډېر ملي قوانين او کنوانسيونونه شته چې د دولت له خوا له ماشومانو څخه پر ملاتړ ټينګار کوي، خو پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې نه يوازې په هرات، بلکې د هېواد په ډېری ولايتونو کې شتون لري.
د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسيون په ۳۴مه ماده کې راغلي چې د تړون غړي حکومتونه مکلف دي چې له ماشومانو څخه د سکس او ناوړه جنسي استفادې د هر ډول استثمار په مقابل کې ملاتړ وکړي، حکومتونه په دې موخه په هېواد کې دننه او بهر پر هر ډول اقداماتو لاس پورې کوي، څو ماشومان په زور يا نا قانونه جنسي اړيکو ته ونه کاږل شي او له ماشومانو بايد په سکسي پورنوګرافۍ کې استفاده ونه شي.
پر دې ټولو سربېره بيا کارپوهان پر ماشومانو جنسي تېري د اندېښنې وړ ګڼي او له حکومته په ځانګړې توګه عدلي او قضايي بنسټونو څخه غواړي چې پر ماشومانو له جنسي تېري کوونکو سره جدي چلند وکړي.











