منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه او د مسلمانانو وژل ناروا عمل یاد کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): د ننګرهار دیني عالمان په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانمرګو بریدونو تر سره کول او د مسلمانانو وژل ناروا عمل یاد کړ او جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ساتنې پر ادارې ترهګریز برید يې د اسلامیت او انسانیت ضد عمل وګاڼه. 

د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار په درېيمه حوزه کې، تېره ورځ د ماشومانو د ساتنې پر ادارې ځانمرګي او ډله ییز برید ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې د يادو بریدونو د غندنې په موخه د سلواغې په ۵مه ديني عالمانو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.

د ننګرهار د حج او اوقافو ريیس مولوي عبدالظاهر حقاني او نورو دیني عالمانو د خبرو پر مهال د خلکو په منځ کې چاودنې د اسلامي احکامو په رڼا کې حرامې وبللې او عاملین يې د اسلام له دایرې وتلي یاد کړل .

ده زياته کړه، د اسلامي احکامو پر بنسټ پر ماشومانو شفقت او ترحم د هر انسان دنده ده، برعکس پر دوی  ظلم حرام دی، خو په وینا یې د ماشوم د ساتنې پر ادارې برید د نړیوالو استخباراتي شبکو دسیسه ده او ټینګار یې وکړ، چې دښمن نه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا شي.

نوموړي پر ولسونو غږ وکړ چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې دې په کلکه ودرېږي او د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي.

په ورته وخت کې ديني عالم مولوي نثار احمد پاچا بیا وايي، د هېواد او اسلام دښمنان نه غواړي چې افغانستان له روان بحران څخه ووځي. 

دی زياتوي، له خپل هېواد نه دفاع کول تر ټولو غوره عمل دی، باید افغانان په اتفاق د دې هېواد ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي پر عامو خلکو غږ  وکړ چې د شکمنو کړنو لیدلو پر مهال دې افغان امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

یو بل دیني عالم مولوي حبيب الله وويل، د الله(ج) د لارښوونې له مخې د یو انسان وژل په اصل کې د ټول انسانیت وژنه ده .

د ده په وينا، افغانانو په ډېرو سيمو حکومت کړی دی او هيچا ته به تسليم نه شي او له ټولو علماء کرامو او هېوادوالو یې وغوښتل، چې سره يو شي او د هېواد دښمنانو مخه ونيسي.

د ننګرهار دیني عالمانو، تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د ماشومانو د ساتنې ادارې د ۴۵ کارکوونکو د ژوندي ژغورلو له امله قدرداني او ستاینه وکړه.

د دغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور