ژبه

ولسمشر غني له هېوادوالو د استسقاء لمونځ ادا کولو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): ولسمشر اشرف غني په ټول هېواد کې د رحمت د باران لپاره د استسقاء لمونځونو ادا کولو سپارښتنه کړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((باران د انسانانو، ژوندیو مخلوقاتو او زرغون طبیعت لپاره له مهمو الهي نعمتونو څخه دی. د اسلام مبارک دین سپارښتنه ده، کله چې د وچکالۍ نښې ښکاره شوې، نو مومنان دې خدای تعالی ته رجوع او په عاجزۍ دعا وکړي چې د برکتي باران ورولو سره هغوی له خپل نعمت څخه برخمن کړي.))

سرچينې زياته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له مومن ملت څخه غوښتي چې د نبوي سنت او د  اسلامي فقهې د ضوابطو مطابق نن (پنجشبې) په ټول هېواد کې د استسقاء لمونځ وکړي.

هغه څرګندنه کړې چې علمای کرام او خطیبان دې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او د علماو شوراګانو په همکارۍ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د منبرونو او رسنیو له لارې د دې موضوع د شرعي ارزښت په روښانولو سره، د استسقا لمانځه اداب او طریقه متدینو خلکو ته بیان او د هغه ادا کولو لارښوونه ورته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هيله ده چې د نېکانو د دعا او د دغه اسلامي اصل پر ځای کولو سره به د الهي رحمت د نزول او برکتي باران د ورېدو شاهدان شو چې زموږ د خلکو ژوند به ورسره ځلا پیدا کړي، د هېواد طبیعت به زرغون او تازه شي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې په کندهار ولايت کې هم د استسقاء لمونځ  شوى و.

login or register a new account.