منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هېواد کې د زعفرانو حاصلاتو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٦): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د شا وخوا يوولس ټنه زعفرانو له توليد خبر ورکوي او وايي چې بزګرانو له دې برخې ١٨ ميليون ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.

د ياد وزارت وياند اکبر رستمي نن په کابل کې په يوې خبري ناستې کې وويل، د زعفرانو د دوامداره توليد پراختيا د پنځه کلنې ملي طرحې پر بنسټ، وړاندوينه شوې وه چې د هېواد د سرو زرو (زعفران) حاصلات به په ١٣٩٦ لمريز کال کې اته ټنه وي.

خو هغه زياته کړه: "موږ د توليد په برخه کې له اټکل هم پسې وړاندې يو، ځکه چې تر اوسه پورې مو بايد اته ټنه زعفران درلودلى، خو له نېکه مرغه د هېواد د سرو زرو حاصلاتو کچه په ١٣٩٦ لمريز کال کې ١٠،٦ ټنه ته رسيږي."

دغه راز د کرنې وزارت د وياند د معلوماتو پر بنسټ، د زعفرانو کښت لاندې ځمکو کچه تېر کال ١٣ زره او ٥٠ جريبه وه، خو په ٩٦ کال کې دغه اندازه ٢٥ زره او ٩٨٥ جريبه ځمکې ته لوړه شوې ده.

اکبر رستمي وويل، د خصوصي سکتور ترڅنګ د کرنې وزارت هم په ١٣٩٦ لمريز کال کې د زعفرانو پر کښت او توليد ١،٢ ميليون ډالره پانګونه کړې وه، چې په پايله کې د هېواد بزګرانو او زعفران کارانو له دې برخې ١٨ ميليون ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، د کرنې وزارت پاملرنه، د چارو غوره مديريت، بزګرانو ته روزنه ورکول، د زعفرانو د پروسس مرکزونو سمبالښت، د کيفيت کنټرول، د معيارونو د کنټرول لابراتوارونه، د څېړنيزو پروژو ترسره کول، د کور دننه او بهر کې د زعفرانو توليد د خصوصي شرکتونو شتون لپاره د اسانتياوو رامنځته کول، د خصوصي سکتور جذب او د پېرونکو هېوادونو پيدا کول او دغه راز د زعفرانو د کښت په اړه د خلکو پوهاوى هغه لاملونه دي چې له امله يې په هېواد کې د زعفرانو د کښت کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.

هغه وويل، د زعفرانو د دوامداره توليد د پراختيا لپاره د پنځه کلنې ملي طرحې ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره دوى په دې بريالي شوي چې د ١٠،٦ ميليون ټنه زعفرانو په توليد سره د کښت په برخه کې د يادې برخې موخو ته د رسېدو کچه؛ ٧٠ سلنې ته لوړه کړي.

د زعفرانو د دوامداره توليد پراختيا پنځه کلنه ملي طرحه کې ټاکل شوې موخه؛ تر ١٤٠٠ لمريز کال پورې د زعفرانو ١٤ ټنه توليد دى.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، روان کال د زعفرانو د کښت او توليد په برخه کې ٢٥٠٠ کسانو ته په دايمي ډول کاري زمينه برابره شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه