جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې په دغه ولايت کې د سرسبزۍ لپاره شاوخوا دوه ميلیونه نيالګي روزل شوي چې په نږدې ورځو کې به يې د اېښودو کمپاين هم پيل شي.
دوی وايي، له دغو نيالګيو څلور سوه زره په دولتي قوريه جاتو يا فارمونو کې روزل شوي او پاتې شاوخوا ۱۶سوه زره بوټي بوټي د خصوصي سکټور له لوري توليد شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو نيالګيو کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي بوټي شامل دي، چې ټول به په راتلونکو څو مياشتو کې د دغه ولايت د زرغونتيا په موخه کېښود شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې په دغه ولايت کې روان کال د دولتي او خصوصي قوريه جاتو (نيالګيو روزنځايونو) کې شاوخوا دوه ميليونه نيالګي توليد شوي دي.
هغه زياته کړه، د دغو نيالګيو له ډلې نږدې څلور سوه زره دولتي فارمونو او پاتې ۱۶سوه زره په شاوخوا کې د خصوصي سکټور له لوري توليد او روزل شوي دي.
رحميزي وويل: ((په دغو نيالګيو کې زينتي، مثمر او غير مثمر يانې مېوه لرونکي او بې مېوې بوټي شامل دي چې دولتي ادارو، ښوونځيو او عامه ځايونو کې به په وړيا توګه کېښود شي.))
د ننګرهار د کرنې رييس وايي چې د دغو نيالګيو په کېنولو سره به په بېلابېلو ولسواليو کې په زرګونه جريبه ځمکه کې د مېوو باغونه جوړ او د تصديق لرونکو مېوو لپاره به زمينه برابره کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دولتي نيالګي به دولتي ادارو، ښوونځيو او عامه ځايونو کې په وړيا ډول کېښنول شي او نورو غير دولتي ادارو او خلکو ته به په نيمه بيه ورکړل شي.
د رفيع الله رحيمزي په وينا، د خصوصي سکټور له لوري روزل شوي او توليد شوي شاوخوا ۱۶سوه زره نيالګي د دوی د تصديق وړ دي او د خصوصي سکټور له لوري به په مناسبه بيه د ننګرهار پر خلکو وپلورل شي.
د کرنې برخې پوهانو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار اب او هوا د سلواغې له ۱۵مې وروسته د نيالګيو د اېښودو لپاره مساعده ده او بايد خلک د خپل راتلونکي او چاپېريال پاکوالي په خاطر نيالګي کېږدي.
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عتيق الله عبدياني پژواک ته وويل چې د دغه ولايت چاپېريال او هوا په راتلونکو څو ورځو کې د نيالګيو کرلو ته چمتو کېږي، نو خلک بايد نيالګي وکري.
هغه وايي، که څوک د نيالګيو کرلو او يا هم باغ جوړولو پلان لري، نو ننګرهار کې سترس (مالټې، ليمو او نارنج) او شفتالو ښه حاصل ورکولی شي.
خو د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى انعام الله وايي چې حکومت هر کال سلګونه زره نيالګي کېنوي، خو بيا يې څارنه او ساتنه نه کوي.
د هغه په وينا، د همدې نه پاملرنې له امله زرګونه کېنول شوي نيالګي بېرته وچ او ضايع شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










