کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د افغانستان د عالمانو شورا د سولې په اړه له هلو ځلو د ملاتړ ترڅنګ؛ ځانمرګي بريدونه او د مسلمانانو وژنې حرامې وبللې او ويلي يې دي، د وسله والو وروستي بريدونو وښوده چې دوى د افغانستان مسلمان ملت پر وړاندې جګړه کوي.
د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له لوري کابل کې درې خونړي بريدونه وشول. د راپورونو پر بنسټ، په دغو بريدونو کې له ١٥٠ زيات کسان وژل شوي او شا وخوا ٣٧٠ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، د يادو بريدونو ډېرى قربانيان ملکيان دي.
د افغانستان د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې دعالمانو شورا ورته پېښې غندي.
هغه زياته کړه: "وروستيو پېښو په ډاګه کړه چې د وسله والو مخالفينو جګړه د افغانستان مسلمان ملت پر وړاندې ده، ځکه د يادو پېښو قربانيان ملکيان دي، ملت بايد خپل دښمن وپېژني، د هغوى پر وړاندې سره ودريږي او نوره دښمن ته د دې اجازه ور نه کړي چې زموږ د خلکو وينې تويې کړي."
د هغه په وينا، د افغانستان د عالمانو شورا له پخوا راهيسې د مسلمانانو وژل حرام او غيرانساني کار بللى و.
کشاف وويل: "د بېګناه مسلمانانو وژل په هيڅ دين کې هم روا نه دي او هيڅ ډول ديني توجيه نه لري."
دغه ديني عالم، د ځانمرګو بريدونو په اړه د پاکستان د عالمانو فتوا ته په اشارې سره وويل: "په هغو موضوعاتو کې چې د قرانکريم ښکاره نصوص موجود وي؛ فتوا مجاز نه لري."
نوموړي د پاکستان د عالمانو فتوا ناقصه وبلله او زياته يې کړه: "دغه فتوا د پاکستان د سياسي فشار او مجبوريت په پايله کې صادره شوې او د ياد هېواد عالمان په داسې حال کې چې قرانکريم ټول بشريت ته د لارښوونې وسيله ده، نه يوازې پاکستان ته؛ خو دوى يوازې د قرانکريم احکام ځان ته ګرځولي دي."
نوموړي هم د اندونيزيا د ولسمشر له لوري په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه د اسلامي عالمانو د ناستې ترسره کولو وړانديز څخه د هرکلي ترڅنګ وويل، د افغانستان عالمان چمتو دي چې د سولې ټينګښت په موخه د اندونيزيا د عالمانو ترڅنګ کار وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا او د عالمانو شورا غړى مولوي عطاءالله لودين په نننۍ ناسته کې وويل، حکومت او د سولې عالي شورا همېشه د سولې غوښتونکي دي، خو د طالبانو وروستي بريدونه ښيي چې ياده ډله پر سولې باور نه لري او له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؛ بلکې غواړي له امريکا سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پنځو دايمي غړو سره د ليدو پر مهال د يادو بريدونو په غبرګون کې ويلي: "بې درېغه بېګناه خلک وژل کېږي. ماشومانو او کورنيو ته بمونه ږدي. د افغانستان په هرځاى کې خلک وژني. له همدې امله له طالبانو سره خبرې نه کوو. شايد د دې لپاره کوم وخت راورسيږي، خو ډېر ژر به نه وي."
د افغانستان د عالمانو شورا د مشرتابه پلاوي غړي مولوي محمد قاسم حليمي، د ټرامپ د يادو څرګندونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "له ديني اړخه موږ پر سولې باور لرو، د قران د نصوصو له مخې؛ څوک چې سولې ته حاضريږي، د دين خلاف عمل يې کړى دى."
هغه زياته کړه: "دا چې ټرامپ څه وايي او څه نه وايي، له هغه دې پوښتنه وشي، خو افغانستان د يوه اسلامي هېواد په توګه سولې ته اړتيا لري."
د هېواد د عالمانو شورا غړو؛ د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د مسلمانو خلکو د ځان او مال ساتلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، د هېواد د وروستيو بريدونو له قربانيانو او ټپيانو سره مرسته وکړي او د خپلو شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
د نننۍ ورځې د ناستې په پاى کې، ديني عالمانو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د تېرو بريدونو له ټپيانو سره د غم شريکۍ په موخه وينه هم ورکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










