منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

توحيدي: ښکېل لوري دې د رسنيو بې پلويتوب ته درناوی وکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک،۱۱سلواغه۹۶): د خبريالانو د خونديتوب کمېټه، حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه پر سرغړونې تورن کړ او د وير په ورځو کې د خپلو خپرونو له امله پر ځينو رسنيو د نيوکې تر څنګ يې له ښکېلو لوريو څخه وغوښتل چې د رسنيو بې پلويتوب ته دې درناوی وکړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صديق الله توحيدي، نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانين نافذ دي، خو لا  هم خبريالان په مرکز او ولايتونو کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخامخ دي.

نوموړي د بېګې په توګه وويل چې د انټرکانټيننټال هوټل په ګډون د کابل په وروستيو بريدونو کې خبريالان څو ورځې په تمه وو چې وکړی شي ياد شوي هوټل ته لاره پيدا کړي او خلکو ته د زيانونو او د بريد د څرنګوالي په اړه راپور برابر کړي.

نوموړي زياته کړه چې له خبريالانو سره د حکومت د وياندويانو نه همکاري د دې لامل ګرځي چې اوازې خپرې شي.

توحيدي وويل: " څومره چې رسنيو ته دقيق معلومات ورکړی شي، په هماغه اندازه په خلکو کې له قربانيانو سره د احساس او له قربانيانو څخه ملاتړ ډېرېږي."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تطبيق او عملي کېدو کې دې جدي اقدام وکړي.

پر وسله والو مخالفو ډلو نيوکه

توحيدي وويل چې د دولت وسله وال مخالفين هم رسنۍ د مقابل لوري وسيله ګڼي.

هغه زياته کړه: "په افغانستان کې ترهګرې ډلې غواړي، هغه ارقام چې دوی يې په خپله خوښه خپروي، له هغوی څخه نقل قول شي، په ځانګړې توګه کله چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه لوړېږي، د ترهګرو ډلو دغه غير قانوني تمه زياتوالی پيدا کوي او ځينې وخت رسنيو ته د مزدور خطاب کوي او کله هم فکر کوي چې رسنۍ اړې دې، په داسې حال کې چې اصلاً  داسې نه ده چې له بده مرغه په ټولو ترهګرو پېښو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه پاتې شوې ده."

توحيدي وويل، غوره  ده چې د دولت وسله وال مخالفين د دې پرځای چې رسنيو ته د مزدور يا مجبور خطاب وکړي، هڅه دې وکړي چې د افغانستان ولسي خلک تر امنيتي چتر لاندې ولري.

هغه زياته کړه: "په وروستۍ پېښه کې چې د کورنيو چارو وزارت مخې ته رامنځ ته شوه، ډېری ولسي او غير نظامي خلک قربانيان دي او د افغانستان رسنيو د دې صحنو مرکې خپرې کړې او وروسته مقابل لوري ادعا وکړه چې دغه انځورونه او ويډيو ګانې پخوانۍ دي چې د سوريې او عراق له جګړو څخه ترلاسه شوې او رسنۍ د هغو خپرولو ته مجبورې کړی شوې دي، زه غواړم عرض وکړم چې د افغانستان رسنۍ نه اړ کېږي، بلکې خبريالان پېښې ويني، ثبتوي يې او خپروي يې."

توحيدي زياته کړه، ښه ده چې په افغانستان کې ښکېل لوري د ولسي خلکو او وګړو پر وړاندې خپل مسووليتونه درک کړي او عام خلک ونه وژني.

نوموړي وويل چې رسنيو تل د يوه بې طرفه او بې پرې سکتور په توګه عمل کړی او ښکېل لوري دې د رسنيو بې پرېتوب ته درناوی وکړي.

پر سنيو نيوکه

توحيدي وويل، په هغې ورځ چې د حکومت له خوا ملي ماتم اعلان شو، زياترو رسنيو خپلې خپرونې د اصولو خلاف خپرولې او ځانګړي نشرات يې نه درلودل.

حکومت د سلواغې په  اته د کورنيو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ مخې ته تر ځانمرګي موټر بم وروسته، ملي ماتم اعلان کړ.

توحيدي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "ډېره د شرم خبره به وي چې په يوه ښار کې له ۳ تر ۴۰۰کسانو پورې مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي او کورنۍ په وير کې ډوبې وي، زموږ رسنۍ  که راډيو ده او يا ټلويزيون دی، مستې سندرې خپرې کړي او دغه راز زموږ ورځپاڼو هم دې ډول مسايلو ته کمه پاملرنه کړې ده."

نوموړي د رسنيو له مديرانو څخه وغوښتل چې په دا ډول ورځو کې دې لازم چمتووالى ولري او د اصولو خلاف پروګرامونه دې نه خپروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور