کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي، ديني عالمان دې خلک د نشه يي توکو پر زيانونو پوه کړي، څو د دغو توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي سره په افغانستان کې د انسان وژنې ماشين له چلنده ولوېږي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د همغږۍ او پاليسۍ مرستيال جاوېد احمد قايم، د دغه وزارت د چارواکو او د کابل د مرکز او ولسواليو ديني عالمانو په ناسته کې وويل چې نشه يي توکو نه يواځې ميليونونه افغانان زيانمن کړي، ورسره د ترهګرۍ د تمويل په ستره سرچينه هم بدل شوي دي.
دی وايي: "په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او توليد د ترهګرۍ د تمويل پر سرچينې او د افغان وژنې ماشين د چلېدو پر موادو بدل شوی دی."
ده له ديني عالمانو وغوښتل چې د جمعې ورځې په خطبو، بېلابېلا ناستو کې خلک د نشه يي توکو له ديني او دنيوي زيانونو خبر کړي.
د کابل والي محمديعقوب حيدري هم د نشه يي توکو د کښت او توليد په برخه کې د ديني عالمان رول ډېر ګټور وباله او ويې ويل چې نشه يي توکي په افغانستان کې ستر خطر دى او دا مهال ۳.۶ ميليونه افغانان پر دغو توکو روږدي او د ټولنې د اوږو بار دي.
هغه زياته کړه: "افغانستان د پاکستان په نوم سرسخت دښمن لري، پاکستان زموږ په هېواد کې د کوکنارو کښت رواج کړ، د نشه يي توکو فابرېکې يې راوړې او پاکستان د نشه يي توکو له نړيوالو قاچاقبرو سره لاس لري."
ديني عالم او د کابل ولايتي شورا غړي مولوي عطاءالله فيضاني وويل چې ديني عالمانو د نشه يي توکو د حراموالي په برخه کې تر ډېره بريده خپل مسووليت ترسره کړى، خو حکومت په دې برخه کې منظمې تګلارې نه لري.
هغه وويل: "په قران عظيم الشان کې د شراب خور لپاره اتيا دُرې تعيين شوي، خو زموږ په قوانينو کې د هغه چا لپاره ترياک، هېرويين او يا هم نور نشه يي توکي کاروي، هېڅ ډول مجازات په پام کې نه دي نيول شوي او دغه کار د دې لامل شوی چې خلک په ازادانه ډول نشو ته مخه کړي."
ديني عالم محمد الياس محمدي د نشه يي توکو کښت انسان وژنه وبلله او ويې ويل هغه کسان چې نشه يي توکي کري په حقيقت کې انسان وژنه کوي.
هغه زياتوي: "د ديني عالمانو کار امر باالمعروف او نهی عن المنکر دی، موږ دا کار کړى او کوو يې؛ خو له ديني علماوو غواړم چې خلکو ته دا ووايي چې د ځانمرګي او هغه چا تر منځ چې ترياک کري هېڅ توپير ځکه نشته چې دواړه بې ګناه انسان وژني."
ديني عالمان په داسې حال کې د نشه يي توکيو کښت او توليد حرام او انسان وژنه بولي چې روان کال په هېواد کې پر دووه سوه زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و او د دغه کښت کچې د تېر کال په پرتله ٦٣ سلنه ډېر شوى دى
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










