منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ټولنهغړي

یوه خیریه بنسټ خوست کې د ولور او ودونو د ډېر لګښت پر وړاندې مبارزه پیل کړې

· 3 دقیقې لوستل · 136 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۶): د خوست ټولنيز او خيريه بنسټ په دغه ولايت کې د ولور پر ضد مبارزه او په ودونو کې د زيات لګښت د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.

د دې بنسټ مشر اختر ګل وفا د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوړ ولور او همدارنګه په ودونو کې د زيات لګښت له امله ځوانان له ستونزو سره مخ شوي او په ځينو مواردو کې بهرنيو هېوادونو ته په کار کولو پسې ځي.

نوموړي زياته کړه چې د خوست ټولنيز او مرستندوی بنسټ هڅې پيل کړې چې هم د سوداګرو په مالي ملاتړ هم بې وزلو نجونو او هلکانو د ودونو لګښتونه ورکړي او هم د لوړ ولور پر وړاندې مبارزه وکړي.

ياد بنسټ د خپلې مبارزې په لومړيو کې په خوست کې د يوې نجلۍ او هلک د واده ټول هغه لوښي او سامان چې نجلۍ د خُسر کور ته وړي، اخيستي او هغوی ته يې وسپارل.

اخترګل وفا زياته کړه: ((دا نجلۍ په کوچنيوالي کې د پلار له سيوري بې برخې شوې او يواځې مور لري، د دې نامزاد هم بې وسه ځوان دی. د واده ټول شيان مو ورته واخيستل او شاوخوا ۱۵۰زره کلدارې لګښت پرې وشو.))

د يادې نجلۍ مور حنيفه وايي چې لور يې د خور زوی ته ورکړې، خو هغوی په ښار کې مزدوري کوي او نه يې د ولور توان په ځان کې ليده او نه هم دې دومره پيسې درلودې چې د لور لپاره يې د واده سامان پرې اخيستی وای.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((درې مې خوريونه دي، يوه زه يم او يوه مې لور ده. خوريونه مې په ښار کې کراچۍ چلوي. بيا مو دغه بنسټ ته مراجعه وکړه او موږ ته يې ټول اړين لوښي واخيستل. د واده د مراسمو توان نه لرو، لور به مې کور ته ور ولم.))

د حنيفې يو خپلوان ګل زيري خان پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست له ټولنيز او خيريه بنسټ له مسوولينو مننه وکړه چې د يوې بې وزله کورنۍ لاسنيوی يې وکړ، خو له نورو خلکو يې وغوښتل چې د ولور پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د يادونې ده، په خوست کې د ولور اندازه له ۵۰۰زره افغانيو نيولې بيا تر دوه نيم ميليونو افغانيو رسېږي چې دغه کار نه يواځې ځوانان له ستونزو سره مخ کړي، بلکې تر ډېرې مودې د پلار په کور د نجونو د کېناستو لامل هم شوی دی.

د دغه ولايت يو مدني فعال سلطان محمود خيرخواه پژواک ته وويل چې که څه هم ځينو قومي مشرانو د خپلمنځي پرېکړو له مخې د ولور اندازه کمه ټاکلې خو هېڅوک يې عملي کولو ته ژمن نه دي.

خيرخواه له ديني عالمانو وغوښتل چې د ولور راکمولو او همدارنګه په ودونو کې د زيات لګښت د مخنيوي لپاره په جوماتونو او کليو بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ټولنه
ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

ټولنه

ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي

ټولنه

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

ټولنه

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

ټولنه

د جلال‌باد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت

ټولنه

کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي پانګه‌والو ته د کور او ښار جوړولو وزارت خبرداری

ټولنه

بلخ کې ۲۵۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه