منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د اروزګان چارواکي معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له خبریالانو سره مرسته نه کوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۶): په اروزګان کې د رسنیو استازي او خبریالان دولت ملامتوي چي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره مرسته نه کوي او د دې ولايت هېڅ دولتي اداره ویاند هم نه لري.

نیوکې دا دي چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې پرتو ستونزو ته دولت پام نه دی کړی او خبریالان هره ورځ تر ډېرو هلو ځلو وروسته بیا هم معلوماتو ته په لاسرسي کې په خپلو هڅو کې نه شي بریالي کېدلی.

د رسنیو دا استازي دولت ته د پړې ګوته نیسي چې په وخت ورسره معلومات نه شریکوي او په ټولیزه توګه دا مهال د اروزګان هېڅ دولتي اداره ویاند هم نه لري.

په اروزګان ولایت کې د ازادۍ راډیو سیمه ییز خبریال شریف الله شرافت وایي، په دغه ولایت کې هېڅ دولتي اداره ویاند نه لري او نه هم د اړتیا پر وخت ورته معلومات رسیږي.

ده زياته کړه، د دغه ولایت امنیه قومانداني، د ملي اردو لوا او د ملي امنیت ریاست هېڅ ویاند نه لري، خو د ولایت مقام ویاند بیا په میاشتو میاشتو د دوی ټيلېفونونو ته ځواب نه ورکوي او همکاري نه ورسره کوي.

د هغه په وينا، دغه ستونزه یې څو ځلي له مسوولینو سره شریکه کړې، ولې ګټه یې نه ده کړې.

په دغه ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول احمدشاه جواد هم وایي، د دولتي ارګانونو له خوا له رسنیو سره نه همکارۍ د دې لامل شوي چې زیات مهال ورته معلومات پر وخت نه رسېږي او یا هم رسېدلي معلومات یې نیمګړي وي.

د ده په خبره، ډېر ځل هغه معلومات چې دولت ته په زیان وي، رسنیو ته په واک کې نه ورکول کېږي، خو وایي، هغه معلومات چې بیا د دولت په ګټه تمامېږي، ان خپله دولتي ادارې د رسنیو خبریالانو ته د خبر اخيستلو لپاره زنګونه وهي.

بله نيوکه دا ده چې له خبریالانو سره د ترسره کېدونکو تاوتریخوالو دوسیې دولت نه څېړي، ځکه نو ورځ تر بلې د افغان خبریالانو په وړاندې ستونزې زیاتیږي.

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، که څه هم د بیان ازادۍ ته ژمنتیا د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د دولتي مسوولینو مکلفیت ګني، خو وايي چې تر اوسه یې په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

دولتي مسوولین د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ټولو دولتي مسوولینو پر ژمنتیا په ټينګار سره وايي چې ټولې ادارې دې د اساسي قانون په رڼا کې له رسنیو سره خپل معلومات په وخت شریک کړي.

د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس نورمحمد ابدالي وایي، دغه ریاست په ټول توان سره له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي دي او غوښتنه یې له نورو مسوولینو څخه دا ده چې باید خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

ده زياته کړه، په دولتي ادارو کې د ویاندویانو د ټاکل کېدو او په دې برخه کې د خبریالانو د ستونزو په اړه به له مسوولینو سره دا موضوع شریکه کړي.

اروزګان کې چې له تېرو دوو کلونو راهيسې تودې جګړې روانې دي، هره شېبه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د خبریالانو هڅې ځکه له ناکامۍ سره مخامخ کېږي چې دولتي مسوولین یا ځان له رسنیو پټوي او یا په یوه او بله پلمه معلومات نه شریکوي چې خبریالان یې په غوسه کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور