منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عالمان: کورنۍ دې د لوړ ولور له اخيستو ډډه وکړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د غور ولايت يو شمېر عالمان او اوسېدونکي په داسې حال کې د واده د لوړو لګښت او ولور پر را کمولو ټينګار کوي چې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي لا هم د لوړ ولور په سبب د ګډ ژوند جوړولو هيلې ته نه رسېږي.

يادو عالمانو د دغه ولايت له يو شمېر اوسېدونکو سره په ناستو کې له هغوى وغوښتل چې د لوړ ولور له اخيستلو دې ډډه وکړي.

اوسمهال په غور ولايت کې د يوې نجلۍ ولور يو ميليون افغانۍ او يا هم له دغه زيات دی.

د دې ناستو په پرېکړه ليک کې د غور ولايت له ځايي ادارې د همکارۍ غوښتنه شوې، څو د لوړ ولور د اخيستلو په برخه کې چې ځوانان يې د ورکړې توان نه لري، عملي اقدامات وکړي.

پر دې سربېره د دغه ولايت اوسېدونکي هم د لوړ ولور اخيستل په کورنيو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لامل بولي.

د غور د عالمانو او اوسېدونکو د وروستۍ ناستې په خپاره شوي پرېکړه ليک کې د يوې ښځې مهر ٤٠٠ زره افغانۍ ټاکل شوى، په داسې حال کې چې کورنيو به د خپلې لور په سر د هلک له کورنۍ څخه تر دې وړاندې د يو ميليون افغانيو او يا تر دې د زياتو پيسو غوښتنه کوله.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي مولوي شمس يتيم وويل چې په ناسته کې تر ډېره د ولور پر را ټيټولو ټينګار وشو.

هغه زياته کړه چې په غور کې کورنۍ د واده لوړ لګښتونه نه غواړي؛ ځکه خو په ناسته کې تر ډېره د ولور پر را کمولو ټينګار وشو.

دا پرېکړه د خلکو له تاوده هرکلي سر مخ شوه.

د غور ولايت د فيروز کوه ښار د اهنګران سيمې يوه ديني عالم مولوي حامدالله هدفمند د دغه ولايت د عالمانو او اوسېدونکو د تېرې ورځې له پرېکړې وروسته خپله خور د څلور سوه زره افغانۍ مهر په بدل کې خپل يوه خپلوان ته په نکاح ورکړه او ويې ويل چې د عالمانو دا تصميم د کورنيو د کمزوري اقتصاد په سبب نيول شوى دى.

د نوموړي په خبره، پخوا به چې کورنيو د خپلو اولادونو وادونه کول، ډېرې پيسې يې د ولور په نامه يې د زوم له کورنۍ څخه زياتې پيسې غوښتې چې دې کار هم کورنۍ او هم اقتصادي ستونزې رامنځته کولې.

د غور ولايت اوسېدونکي غلام محمد (مستعار نوم) د دغه ولايت د عالمانو له دغې پرېکړې د هرکلي تر څنګ په دغه ولايت کې د لوړ ولور او طوى اخيستل دود ګڼي چې ګڼ ځوانان يې د ګډ ژوند له پيل څخه محروم کړي دي.

نوموړي زياته کړه: "زه يو کاريګر يم او له يو کال څخه ډېر وخت کېږي چې کوژده مې کړې، خو د ولور او واده لګښتونو د ډېروالي له امله نه يم توانېدلى چې واده وکړم او زما په اند ډېر ولور او د واده لګښتونه د کورني تاوتريخوالي لامل ګرځي او له بلې خوا دغه ناسم دودونه ځوانان اړ باسي چې د پيسو پيدا کولو په موخه د خطر په منلو سره په غير قانوني توګه بهر ته ولاړ شي."

د ياد ولايت د ښځو چارو رياست سرپرستې هاجرې بشيري دغه راز پژواک ته وويل چې په غور کې د تاوتريخوالي ستر لامل اقتصادي او کلتوري بې وزلي ده.

مېرمن بشيري پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی موندنې ښيي چې تاوتريخوالی تر ډېره په هغو کورنيو کې رامنځ ته شوی چې ډېر ولور او د واده لګښت ور څخه غوښتل او اخيستل شوی دی.

نوموړې زياته کړه: "په غور کې د ښځو پروړاندې تاوتريخوالی تر ډېره د اقتصادي او کلتوري بې وزلۍ له امله دی او ډېر ولور اخيستل او درانه لګښتونه د کورنيو ترمنځ د اختلافونو لامل ګرځي او دا کار ان د طلاق لامل هم شوی دی."

له بلې خوا د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي که څه هم چې په دې اړه د ديني عالمانو له پرېکړې څخه ملاتړ کړی، خو وايي چې دا پرېکړې په ډېرې سختۍ سره د تطبيق وړ دي.

هغه زياته کړه، ځايي اداره له ديني عالمانو سره ژمنه کوي چې ددوی د پرېکړو د تطبيق لپاره به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

خطيبي وويل: "عالمانو په تېر وخت کې هم په غور کې پرېکړې کړې وې، خو پايله يې نه ده در لودلې او پرېکړې يې په سختۍ سره د تطبيق وړ دي، که دا ځل دا پرېکړه پايله ورکړي، موږ ترې هر اړ خيز ملاتړ کوو."

له بلې خوا په ولايتي شورا کې د خلکو استازو هم د غور د عالمانو او اوسېدونکو له دې اقدام څخه هر کلی کړی دی.

د غور د ولايتي شورا غړې انيسې غيور پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ د غور د عالمانو او اوسېدونکو له نيک اقدام څخه هر کلی او ملاتړ کوو، دا کار د خلکو په ګټه دی او خوشحال يوو چې زموږ مشرانو د خپلو بچيانو د راتلونکې په اړه دا ډول پرېکړه کړې ده."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور