منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په اروزګان کې د ١٤٩ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخيستني ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۶): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اروزګان ولايت ته د سفر پر مهال د ١٤٩ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

د کرنې وزير نصيراحمد دراني د سلواغې په ١٧مه په ترينکوت ښار کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولايت ته يې د راتګ موخه د ياد وزارت له خوا د هغو پروژو د اغېزناک توب په اړه د خلکو نظر معلومول دي، چې تېر کال پلې شوې دي.

هغه زياته کړه، دا چې اروزګان يو کرنيز ولایت دى او زیات خلک يې په کرنه بوخت دي؛ نو دغه وزارت د نورو ولايتونو په پرتله اروزګان ته پاملرنه زياته ده.

د دراني په وينا، د ١٤٩ ميليونه افغانيو په لګښت تېر کال د کرنې لسګونه پیل شوې پروژې يې نن ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

د کرنې وزير وويل چې په دې پروژو کې شنې خونې، سربندونه، استنادي دېوالونه، د ماهيانو فارمونه او نور شامل دي.

هغه وايي چې د يادو پروژو له پلي کېدو سره به د کروندګرو ستونزې هوارې شي.

نصيراحمد دراني زياته کړه چې غواړي دغه ولايت ته د سفر پر مهال د کروندګرو ستونزې له نږدې واوري او په راتلونکي کې ورته د حل لاره پيدا کړي.

د هغه په وينا، غواړي د دغه ولايت لپاره غټې کرنيزې پروژې منظوري کړي، څو کروندګر خپلو حاصلاتو ته همدلته مارکېټ پيدا کړي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي د کرنې له راغلي پلاوي وغوښتل چې د دغه ولايت د کروندګرو لپاره د چک ډمونو جوړولو او په عصري بڼه د کرنيزو محصولاتو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د هغه په وينا، د اروزګان د اوسېدونکو د عایداتو يوازېنۍ سرچينه کرکيله ده، نو بايد په برخه کې هغه پروژې پلي شي کوم چې خلک اړتيا ورته لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه