ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران کې له بندي ۵۱۲۴ افغانانو ٦١٧ یې افغانستان ته را لېږدول شوي

ايران کې له بندي ۵۱۲۴ افغانانو ٦١٧ یې افغانستان ته را لېږدول شوي

author avatar
7 Feb 2018 - 19:30
ايران کې له بندي ۵۱۲۴ افغانانو ٦١٧ یې افغانستان ته را لېږدول شوي
author avatar
7 Feb 2018 - 19:30

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): ايران کې له څه باندې ٥٠٠٠ افغان زندانيانو څخه تر اوسه ٦١٧ تنه افغانستان ته را لېږدول شوي او د حقوقي مسايلو پړاوونه به يې په هېواد کې د نافذو قوانينو له مخې بشپړ شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه د قانون حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا په غونډه کې چې د سلواغې په ١٨مه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، خبرې وشوې.

سرچينه ليکي چې د محبوسینو ستونزو ته د رسېدو او له ایرانه د را لېږدول شوو محبوسینو د مجازاتو د تخفیف او عفوې او دغه راز بین المللي میثاقونو ته د راپور ورکولو بهیر په اړه د افغانستان دولت د تعهداتو طرحه لوی څارنوال فرید حمیدي غونډې ته وړاندې کړه.

حميدي ویلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ايران تر منځ تفاهمليک لاسليک شوى چې له مخې یې ايران کې زنداني افغانان افغانستان ته را لېږدول کېږي.

په غونډه کې څرګنده شوه چې اوسمهال په ایران کې ۵۱۲۴ افغان زندانیان شته چې د ياد تفاهمليک پر بنسټ ترې تر دې مهاله ۶۱۷ تنه افغانستان ته را لېږدول شوي دي.

حميدي ويلي چې هېواد ته د رالېږدول شوو زندانيانو حقوقي مسايلو پړاوونه به د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې بشپړ شي.

ولسمشر غني په دې اړه په ياده ناسته کې ويلي: "دا یو ستر ګام و او اړتیا ده چې عدلي او قضایي پروسه بشپړه شي او صلاحیتونه لویې څارنوالۍ او محاکمو ته ورکړو."

ده د کورنیو چارو وزارت ته دنده ورکړې چې په افغانستان کې د ایراني بندیانو نوملړ برابر کړي، څو د ښه نیت د همکارۍ په فضا کې ستونزې حل کړل شي. 

په ياده ناسته کې د قانون پر حاکميت ټينګار شوى.

ولسمشر ويلي: "د قانون حاکمیت ته زموږ ژمنتیا تر بل هر وخت زیاته ده، که څه هم چې د افغانستان دښمنان د ځنګل پر قانون باور لري، خو د ملي یووالي حکومت پر اساسي قانون او بین المللي قوانینو باور لري او د قانون حاکمیت د ټينګښت په لټه کې دی."

ده دا هم ويلي چې د قانون د حاکمیت عالي شورا په راتلونکې غونډه کې دې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ستراتيژۍ پلي کېدو موضوع ته لومړيتوب ورکړل شي او په دې برخه کې دې راپورونه و ارزول شي.

ولسمشر په ياده غونډه کې په چارو کې پر روڼتيا ټينګار کړى، ويلي يې دي چې په اداري اصلاحاتو کې وړتيا رامنځته شوې او د وزارتونو د ارزونې تر څنګ دې ولایتونه هم و ارزول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.