منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.و
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د روان لمريز کال د کب مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کانکور ازموينه پيلېږي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دوو دولتي پوهنتونونو د لومړنيو کارونو له پيل او راتلونکي کال کې پر تحصيلي نصاب د بيا غور خبر ورکړى او ويلي يې دي چې د کانکور ازموينه د روان کال د کب مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې پيلېږي.

د لوړو زده کړو وزارت وياندې عارفې پيکار نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اختصاصي پوهنتون او د ښځو نړيوال پوهنتون جوړول راتلونکي کال کې د ياد وزارت له لومړيتوبونو بلل کېږي.

نوموړې د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، دغه دولتي پوهنتونونه به په کابل کې جوړ شي.

نوموړې دغه راز څرګنده کړه، د حقوقو په پوهنځي کې د تفتيش ډيپارټمنټ او په اړوند پوهنځيو کې د ښوونې او روزنې ډيپارټمنټ جوړول هم د ياد وزارت د راتلونکي کال له پروګرام شمېرل کېږي.

هغې زياته کړه، هېواد کې د لوړو زده کړو کيفيت لوړولو په موخه د تحصيلي نصاب بياکتنه هم د دغه وزارت د راتلونکي پلان يوه برخه ده.

د هغې په وينا، د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره د دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو له استادانو او علومو اکاډمۍ له استازو جوړ ٤٠ تخصصي ګروپونه جوړ شوي دي.

نوموړي وويل، لومړي ګام کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، غذايي توکو او معلوماتي ټکنالوژۍ برخو کې د تحصيلي نصاب پر پراختيا او اصلاح ډېر تمرکز شوى دى.

پيکار زياته کړه، راتلونکو دريو مياشتو کې به په کابل کې يوه برېښنايي کتابتون هم رامنځته کړي چې د شا وخوا ٦ مليون جلد کتابونو وړتيا به لري.

نوموړې دغه راز وويل، د ١٣٩٧ لمريز تحصيلي کال لپاره دولتي پوهنتونونو ته د محصلينو د جذب لپاره پلان نيول شوى او ازموينه به يې د روان کال د کب مياشتې په لومړۍ اونۍ کې له ولايتونو پيل شي.

نوموړي په دې اړه زيات جزئيات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې تر اوسه پورې د کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره ٢٠٠ زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

پيکار دغه راز د دولتي پوهنتون د جذب وړتيا په اړه هم معلومات وړاندې نه کړل.

د پژواک خبري اژانس د يوه راپور پر بنسټ، د تېر کال په کانکور ازموينه کې له ١٦٩ زره زياتو کسان کړى و، چې له دې ډلې يې شا وخوا ٦١ زره کسانو د لوړو زده کړو دولتي پوهنتونونو او موسسو ته لاره وموندله، شا وخوا ٣٢ زره کسانو د نيمه لوړو زده کړو او له ٥٥ زره کسانو په تخفيف سره د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لاره وموندله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه