Language

خبریالان: د احمدالله څرګند د نیولو موضوع دې دقیقه وپلټل شي

کندهار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): کندهار مېشتو خبریالانو د کندهار له ولایتي ادارې وغوښتل چې د کلید راډیو د پخواني مسوول احمدالله څرګند د نیول کېدو او د هغه له دفتره د چاودېدونکو توکو څخه د ډک مایک د موندلو موضوع دې په دقیقه او بې پرې توګه وڅېړل شي.

ژورنالېست او په کندهار کې د کلید راډیو پخوانی مسوول احمدالله څرګند شاوخوا درې نیم میاشتې مخکې د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوی چې تر دې مهاله یې د نیول کېدو په اړه په رسمي توګه معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو د کندهار د امنیې قومندانۍ چارواکو خبر ورکړ چې تېره ورځ یې د کلید راډیو د پخواني مسوول احمد الله څرګند له دفتره له چاودېدونکو توکو ډک مایک تر لاسه کړی چې غوښتل یې لوړ پوړي امنیتي چارواکي پرې په نښه کړي.

د دې او ځینو نورو موضوعګانو په اړه نن په ولایت مقام کې د کندهار د والي زلمي ویسا په مشرۍ یوه غونډه جوړه شوې وه چې د خبریالانو تر څنګ په کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم ګډون کړی و.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، که څه هم احمدالله څرګند شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د ملي امنیت د ادارې له خوا نیول شوی خو تېره ورځ یې له دفتر څخه یو مایک تر لاسه شوی چې له چاودېدونکو توکو ډک و.

هغه زیاته کړه، په دې موده کې د هغه دفتر د ملي امنیت له خوا قلف شوی و خو کله چې تېره ورځ پرانیستل شوی او پلټل شوی، دغه مایک ورڅخه ترلاسه شوی دی.

دی وايي، په دې اړه وار له مخه د امنیتي ارګانونو له خوا ده ته معلومات ورکړل شوي وو چې د ژورنالیست په نوم یو څوک غواړي له ده سره مرکه وکړي او له چاودېدونکو توکو څخه د ډک مایک په وسیله هغه په نښه کړي.

دی وايي چې دغه موضوع تر څېړنې لاندې ده چې نور جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال بیا پژواک اژانس ته وویل چې د دغه مایک په وسیله د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق په نښه کېده.

په دې غونډه کې په سوېل کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې سيمه یيز مسوول او د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين وويل،د دې موضوع د سپيناوي لپاره دې د خبريالانو د استازو په ګډون يو تحقيقاتي کمېسيون وټاکل شي، څو روښانه شي دا موضوع څومره حقيقت لري؟

هغه د کندهار له والي او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې تر پلټنو او سپيناوي مخکې د داسې موضوعاتو خپراوی د رسنيو او خبريالانو په اړه د خلکو باور ته زیان رسوي.

نوموړي د دې تر څنګ معلوماتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو ستونزې هم شریکې کړې چې ګواکې یو شمېر ادارې پر وخت خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics