ترینکوټ (پژواک ۲۰ سلواغه ۹۶) د اروزګان ولایتي مسوولین او په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو موسسي استادان وایي چې د لوړو زده کړو وزارت اروزګان له پامه غورځولی او ورسره توپیري چلند کوي.
اروزګان کې د لوړو زده کړو موسسه چې دا مهال د کندهار پوهنتون یوه څانګه ده، له تېرو شپږو کلونو راهیسې فعالیت لري خو د ودانۍ د نه شتون له امله خپلې اداري او تدریسي چارې د یوې لېسې په ودانۍ کې مخې ته وړي.
د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۸۸۱ محصلین د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دې او له تېرو دریو کلونو راهیسې تر ۵۰۰ زیات فارغین هم لري.
خو د یادې موسسي مسوولین او استادان وایي، زیات خنډونه یې په مخ کې دي او مسوولینو ورته پاملرنه نه ده کړې.
د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه د تیرو شپږو کلونو راهیسې د یوی لیسي په زړی ودانۍ کې چارې مخی ته وړي.
د یاد مرکز مسوول او استادان وایي، تر دې مهاله نه د لوړو زده کړو وزارت او نه هم د کندهار پوهنتون له خوا کوم مسوول کس اروزګان ته ورغلی څو د دغه ځای له وضعیته ځان خبر کړي.
د یادې ادارې سرپرست رییس اسدالله نور پژواک ته وویل، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د دوی شته ستونزو ته هېڅ مسوولې ادارې پاملرنه نه ده کړې، له همدې امله یې چارې له ستونزو سره مخ دي.
نور وایې، له پیله تر دې مهاله اداري او تدریسي چارې د پوهنې وزارت اړوند دي او د سلام بابا په نوم د یوې لېسې په زړې ودانۍ کې یې مخې ته وړي.
نوموړی وایې چې د دې ودانۍ په ۱۸ خونو کې د ۲۱ اداري او ۳۲ تدریسي چارو ترسره کول خورا ستونزمن کار دی.
د یادې موسسي یوه استاد داروخان الفت هم وایي، شته ستونزې یې د پرمختګ خنډ شوې او زیات وخت په دې لېسه کې شته محصلین د لیلیې د نه شتون له امله په دښته کې شپې کوي.
یاد کارکوونکي له اړوند وزارته غواړي چې ستونزې یې حل او ودانۍ ورته جوړه کړي.
د اروزګان ولایتي مسوولین هم مني چې د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسه وزارت او د کندهار پوهنتون له پامه غورځولی او هېڅ ډول همکارې نه ورسره کوي.
مرستیال وایې، د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانېدلي چې دغه ولایت ته پاملرنه وکړي او د محصلیونو ستونزې هوارې کړي.
عبدالواحد پټان وایي، مسوولین دې لومړی دغه تعلیمي مرکز د کندهار له پوهنتونه مستقل او وروسته دې د اداري او تدریسي چارو ترسره کېدو لپاره ودانۍ جوړه کړي.
پټان زیاتوي، د ولایت مقام له یاد تعلیمي مرکز سره هر ډول همکاري کړې ده او د ودانۍ لپاره یې ځمکه هم په واک کې ورکړې ده خو په وینا یې، وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې ودانۍ نه ده جوړه کړی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت نظرونه هم واخلو خو بریالي نه هو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










