منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

پل علم (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې شاوخوا نيمايي ښوونځي تر اوسه ودانۍ نه لري او درسي کتابونه هم په پوره ډول نه ورکول کېږي.

د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې په ټوليزه توګه ٣٠٥ ښوونځي او مدرسې فعال دي.

هغه وايي چې له دغه شمېر څخه ١١٨ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ٧٠ نورو ښوونځيو لپاره تر اوسه د احاطې دېوالونه نه دي جوړ شوي.

ستانکزي زياته کړه: ((يواځې دغه ستونزه نه ده، هر کال زموږ ٤٠ فيصده زده کوونکو ته درسي کتابونه نه رسېږي او د استادانو تشکيل مو هم کم دى.))

ده وويل چې دغه ستونزې يې د پوهنې له وزارت او د لوګر ولايت له مقام سره شريکې کړې خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دى شوى.

په دې اړه د خروار د پنج پاى سيمې اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي فعال دي خو يو يې هم ودانۍ نه لري.

ده وويل: ((دلته ټول ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري، په کرايي کورونو کې شاګردانو ته درس ويل کېږي چې دا يو لوى مشکل دى.))

همدارنګه د پل علم د هارون خېلو ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي شاه ولي پژواک ته وويل چې ښوونځى يې ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((کله د کلي په يو سر کې زموږ مکتب وي، کله بل سر کې، دا يو لوى مشکل دى چې بايد حل شي.))

ده هم وويل چې ډېرى وخت په ښوونځيو کې زده کوونکو ته کتابونه پوره نه ورکول کېږي چې دا يوه بله ستونزه ده.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، حکومت مسووليت لري چې هېوادوالو ته د زده کړو مناسب چاپېريال برابر کړي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د پوهنې بهير ډېر ښه روان دى خو د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون او درسي کتابونو په برخه کې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل چې دغه موضوع يې د ولايت له مقام او د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې ده.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل پژواک ته وويل چې د دغه وزارت چارواکو د لوګر تر څنګ په ټول هېواد کې د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو لپاره جدي هڅې پيل کړې دي.

هغه وويل چې د درسي کتابونو د ستونزې د حل په موخه دغه پروسه کورنيو مطبعو ته د داوطلبۍ په موخه وړاندې شوې ده.

ده زياته کړه: ((د داوطلبۍ دغه پروسه چې خلاصه شي نو کتابونه به هم چاپ شي او دغه ستونزه به هم هواره شي.))

حقمل زياته کړه چې د ښوونکو د تشکيل د پوره کولو په موخه له ښوونکو څخه د ازموينې اخيستنې لړۍ پيل شوې ده.

ده وويل چې ډېر ژر به ټول هېواد کې شاوخوا اته زره نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.

د يادونې ده، لوګر کې دا مهال ١٣٥زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې شاوخوا ٤٠ زره يې نجونې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه