زرنج ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په ډېرېدو سره د جرمونو په ځانګړي ډول غلاوو کچه لوړه شوې ده، خو امنيتي چارواکي دا ادعا ردوي.
په زرنج ښار کې مبايل پلورونکى حاجي احمد يو له هغه کسانو دى چې په خپل ولايت کې د غلاوو ډېرېدو اندېښمن کړى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوې شپې وړاندې د ښار په مرکز کې د هغه هټۍ ته غله ورغلي، دروازه يې ماته کړې، ٤٥٠ زره نغدې پيسې او ټول مبايلونه يې له ځان سره يووړل.
د زرنج ښار بل اوسېدونکي ابراهيم وويل: ((څه موده وړاندې غلو زموږ د کور دروازه کښلې او له ځان سره يې وړې وه، سهار مو پام شو چې دروازه نشته.))
د دغه ولايت بل اوسېدونکي غلام نبي هم په زرنج ښار کې د غلاوو له زياتوالي شکايت وکړي.
هغه پژواک ته وويل چې د کور له مخې يې د برېښنا پنځه مزي تېر شوي، خو غلو ترې درې مزي پرې کړي او له ځان سره يې وړي دي، اوس يوازې دوه لينه پاتې دي چې د سيمې ټولو کورونو ته په کې برېښنا رسېږي.
نوموړي د دغه ولايت له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د غلو د نيولو په اړه جدي اقدامات وکړي.
له بلې خوا د نيمروز اوسېدونکى شمس الدين هم په دغه ولايت کې د مبايلونو د غلاوو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل: ((د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان وم، دوه موټرسايکل سپاره راغلل، په چاکو يې وګواښلم چې مبايل دې راکړه! مقاومت مې نه شو ورسره کولى، اړ شوم چې خپل مبايل ورکړم.))
د نيمروز ولايتي شوار غړي هم په دې ولايت کې د غلاوو ډېرېدل مني او وايي چې اکثره غلاوې پر نشه يي توکو روږدي کسان کوي.
د نيمروز ولايتي شورا غړي نعمت الله صديقي هم وويل چې د تېر کال په پرتله د غلاوو پېښې پنځوس سلنه لوړې شوې دي.
د ده په وينا چې د جرمونو کچه هم د تېر کال په پرتله لوړه شوې او له بده مرغه چې کشفي او امنيتي ارګانونه په دې برخه کې سم کار او پاملرنه نه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((په نيمروز کې د روږدو له لوري ورځ تر ورځې زياتېدونکې غلاوې د اندېښنې وړ دي، يوه جدي ستونزه يې رامنځته کړې چې خلک او چارواکي يې د کنټرول توان نه لري.))
د نيمروز يوه امنيتي چارواکي هم تاييد کړې چې په زرنج ښار کې د غلاوو پېښې ډېرې شوې او ورځ تر بلې ډېرېږي. د ده په وينا چې لامل يې هم د روږدو ډېروالى دى.
خو د امنيې قوماندانۍ وياند غلام محمد عمري ونه منله چې په نيمروز کې دې د غلاوو کچه لوړه شوې وي.
هغه زياته کړه چې په تېرو څو ورځو کې د غلو يوه ډله نيول شوې چې له ښاره يې ٢٠ موټر سايکلونه غلا کړي وو.
له بلې خوا د نيمروز امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو عمومي مديريت سرپرست عبدالله شيرانزي پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په دې ولايت کې د غلاوو او جرمونو کچه کې د پام وړ کمښت راغلى او د جرمونو د ټيټې کچې له اړخه نيمروز د افغانستان لومړۍ درجه ولايت دى.
هغه زياته کړه: ((په تېرو درېيو مياشتو کې په نيمروز کې ١٣ جرمي پېښې شوې چې ټول عاملين يې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.))
د نيمروز دغه پوليس چارواکي وويل چې د غلاوو د مخنيوي لپاره يې ډېرى هغه کسان هم نيولي چې غلا شوي توکي پېري.
هغه وويل: ((د حکيم په نامه شخص چې شاوخوا څلوېښتو يا پنځوسو کسانو ورته کار کاوه، نيول شوى او اوسمهال په توقيف کې دى.))
د نيمروز امنيې قوماندانۍ د جنايي مديريت سرپرست وويل چې اقتصادي ستونزې او په غلاوو کې له روږدو ګټه اخيستل، په دې ولايت کې د غلاوو عمده لاملونه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










