منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبان په ترینکوټ کې دولتي ځمکې پلوري

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۶۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند تر خپلو واک لاندې سيمو کې دولتي ځمکې پر خلکو پلورلې دي.

ځايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د دې ځمکو له پېرلو ډډه وکړي.

وسله وال طالبان له تېرو دوو کلونو راهيسې د ترينکوټ پر ځینو سيمو کې واکمن دي او د دې سيمو ډېرى خلک کډې کولو ته اړ شوي دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ترينکوټ ښار په ١٥ کيلومترۍ کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو د يوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړې دي او ځمکې يې پر خلکو پلوري.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو په دغه ښارګوټي کې تر دوه زره زياتې د کورونو نومرې او تر درې زره زیات دوکانونه پر خلکو پلورل شوي او اوس هم د پېر او پلور چارې روانې دي.

سرچينه وايي، په ښارګوټي کې لومړى يو جریب ځمکه په ۱۵زره کالدارې پلورل کېده خو اوس يې ارزښت زيات شوى او د يو جريب ځمکې بيه ١٥٠زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

د يادې سيمې اوسېدونکي وويل چې وسله وال طالبان هر کس ته د ځمکې د پلورلو په بدل کې يو ليک ورکوي چې په هغه کې د ځمکې د قبالې په توګه جزئيات ليکل شوي وي.

د ترينکوټ ښار يوه مدني فعال احمد جاوېد خپلواک وايي، طالبان په هغو سیمو کې چې واکمن دي، دولتي ځمکې يې پر خلکو پلورلې دي.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې دولت بېرته دغه سيمې ونيسي، نو له خلکو به دا ځمکې بېرته ملکيت کړي.

خپلواک له حکومت څخه غواړي چې د دې سيمو د بېرته نيولو پر مهال دې خلکو ته مالي زيانونه نه اړوي.

د اروزګان ولايتي شورا غړى عبدالکريم خادمزی وايي، عامو خلکو خپلې ټولې شتمنۍ د ځمکو پر اخيستو لګولي خو که دولت دا سيمې بېرته ونيسي، نو خلک به زيانمن شي.

هغه د طالبانو له خوا پر خلکو د دولتي ځمکو پر پلور اندېښنه څرګند کړه او وايي چې د دغه کار لوی تاوان عامو خلکو ته رسېږي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټی وايي چې وسله والو طالبانو نه يواځې دولتي ځمکې پر عامو خلکو پلورلې دي، بلکې د عامو خلکو ځمکې يې پر خپلو طالب ملګرو وېشلې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې خلک دې له طالبانو ځمکې نه پېري؛ ځکه دا ځمکې دولتي دي او يوازې يې د پېر او پلور صلاحيت دولت لري.

والي وايي، طالبان دا ډول پروګرامونه د خپلو مالي ګټو لپاره پلې کوي او له خلکو په همدې توګه پيسې اخلي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ردوي چې دوی پر خلکو دولتي ځمکې پلوري، خو عشر او زکات مني.

نا تاييد شوي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو ياده سيمه کې د دولتي ځمکو د پلور له درکه تر ۷۰ ميليونه پاکستانۍ کالدارې راټولې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه