مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۶): حکومت هڅه کوي، پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدو او تخريباتو د مخنيوي لپاره چارې پيل کړي.
په همدې موخه د کب په ۵مه، د بېلا بېلو وزارتونو لوړپوړی پلاوی له کابله مزارشريف ښار ته رسېدلی دی؛ په دغه پلاوي کې د اوبو او برېښنا، ملي دفاع، بهرنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت، امنيت شورا او اراضۍ ادارې چارواکي شامل دي.
د ياد پلاوي په استازيتوب د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود قاضي زاده پژواک خبري اژانس ته د دغه پلاوي د هدف په تړاو وويل، پلاوی به امو سيند ته پرتې د بلخ ولايت کلدار او شورتپه ولسوالۍ له نږدې وګوري.
نوموړي زياته کړه، حکومت تصميم لري چې د امو سيند افغان لوري ته د تحکيماتو په جوړېدو بنسټيزې چارې پيل کړي.
د هغه په وينا، په تېرو ۱۵ کلونو کې د امو سيند پر تحکيم بندۍ ۳۳۲ ميلونه ډالره لګول شوي، خو ګټه يې هېڅ نه ده کړې.
د کلدار او شورتپې ولسواليو اوسېدونکي بار بار د امو سيند له امله د اوښتو تخريباتو په تړاو غږونه پورته کړي دي.
د دغو ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا کړې، چې هر کال يې لسګونه جريبه ځمکه او سلګونه کورونه د امو سيند د نه تحکيم بندۍ له امله تخريبېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود هم د دغو ادعاوو پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، افغان لوري ته د اوښتو تخريباتو عمده لامل پر امو سيند يو طرفه تحکميات جوړېدل دي.
بلخوا د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي، پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د امو سيند د تخريباتو مخنيوی او پر وړاندې يې د تحکمياتو جوړول د محلي ادارې له وسه پورته خبره ده.
نوموړي زياته کړه، دوی څو ځلي مرکزي دولت ته د امو سيند د تخريباتو په تړاو راپورونه ورکړي او خپلې اندېښنې يې ورسره شريکې کړې دي.
د هغه په خبره، د دوی د اټکل له مخې، پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدل کابو يو ميليارد امريکايي ډالره لګښت ته اړتيا لري.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود قاضي زاده وويل، حکومت پر امو سيند د تحکيماتو جوړېدو چارو ته جدي دی.
نوموړي زياته کړه، له کابله راغلی پلاوی به د امو سيند د بېلا بېلو ساحو له کتو وروسته ازبکستان هېواد ته سفر وکړي.
د هغه په وينا، دواړه هېوادونو به د امو سيند د تحکيم بندۍ جوړېدو په چارو باندې تفصيلي خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده چې پر امو سيند د تحکيماتو د نشتوالي له امله، هر کال د بلخ د يادو ولسواليو سلګونه جريبه ځمکه د سيند برخه ګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










